د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۴

ویسا: بې مشره ولس به همدغسې په ویرونو کې ډوب وي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د افغانستان د سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

دنیا:

دنیا ورځپانې لیکلي چې د چین، روسیې او پاکستان له استازو سره د خلیلزاد ګډه ناسته کې د بین الافغاني خبرو په پيل او دغه راز په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو هوکړه شوې ده.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې پوښتنه شوې چې ایا د سولې په وړاندې خنډونه به له منځ ولاړ شي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د قطر وروستۍ بین الافغاني ناستې او د ناستې له جریانه د ځینو ګډونوالو څرګندونو ته په کتو داسې معلومېږي چې طالبان په ډموکراتیک بهر کې د واک وېش ته چمتو نه دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، طالبان له امریکا سره د امریکايي ځواکونو د وتلو پر سر توافق ته رسېدلي دي.

په مطلب کې یادونه شوې چې طالبان غواړي چې د امنیت شورا پنځه دایمي استازي، اروپايي ټولنه، د اسلامي همکاریو سازمان او جاپان د ضمانت کوونکو رول ولوبوي.

د همدې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، بې مشره ولس به همدغسې په ویرونو کې ډوب وي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د قطر په بین الافغاني ناسته کې پر عامه تاسیساتو د حملو او عامو خلکو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي په باب پرېکړه شوې وه.

د سرمقالې د لیکوال په باور، نه یوازې دغه پرېکړه عملي شوې نه ده، بلکې د جګړې ښکېلو خواو په عامه تاسیساتو حملو ته زور ورکړی چې ورسره ملکي مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

په سرمقاله کې راغلي، اصلي ستونزه دا ده چې هېڅ داسې مرجع نشته چې د اصولو او قوانینو پابنده وي او د ولس د ژوند او عزت خبره ورسره وشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د سولې لپاره له راغلي فرصته باید ګټه پورته کړل شي.

په سرمقاله کې راغلي، په قطر کې بین الافغاني ناسته او په هغه کې د تاوتریخوالي په راکمولو توافق او همداشان په چین کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه هغه خوځښتونه دي چې په افغانستان کې یې د سولې لپاره ښه فرصتونه رامنځته کړی.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې د جګړې ښکېلې خواوې، د نړۍ قدرتونه او په سیمه کې نور هېوادونه باید د افغان سولې لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي، څو افغانستان کې ثبات ټینګ شي.

XS
SM
MD
LG