نړۍ
اروپايي قدرتونو تهران ته ګواښ کړی چې اټمي تړون دې نهنقضوي

اروپايي قدرتونو تهران ته ګواښ کړی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون دې نهنقضوي.
اروپايي قدرتونو وروسته له هغه ایران ته دا ګواښ کړی چې دغه هېواد پرون هم د خپلو غني شويو یورانیمو د اندازې د زیاتېدو اعلان وکړ.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته وویل، په داسې حال کې چې لندن د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته ژمن دی ایران باید ژر تر ژره ټول هغه فعالیتونه بند کړي چې د ایران د مکلفیتونو سره په ټکر کې دي.
بريتانیا ویلي د دې ستونزې د حل لپاره له نورو قدرتونو په ګډه خپل فعالیتونه سره همغږي کوي.
د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي پرون په تهران کې خبریالانو ته وویل چې د غني شویو یورانیمو اندازهیې له ۳،۶۷ لوړه شوې او نور هم یورانیم بډایه کوي.
هغه وویل، د بډایه شویو یورانیمو ۹۰ فیصده به د ایران د اړتیا په اساس وي.
بډایه شوي یورانیم د اټمي بمونو په جوړولو کې کارول کېږي.
امریکا وايي، هېڅکله به پرېنهږدي چې ایران اټمي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکایي او اروپایي چارواکو پر روسیې د نویو بندیزونو په تړاو غونډه کړې

امریکایي او اروپایي چارواکو پرون دوشنبه پر روسیې د نویو بندیزونو په اړه غونډه کړې او ټاکل شوې بحثونه یې نن سه شنبه هم دوام ومومي.
اسوشیتید پریس د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي چې غونډه د امریکا په خزانې وزارت کې جوړه شوې وه او په کې پر روسیې د اقتصادي فشارونو له هغې ډلې د دغه هېواد د تېلو پر سکتور د بندیزونو او د تعرفولوړولو یادونه وشوه.
دغې سرچینې ویلي، ټرمپ غواړي د همدې فشارونو له لارې روسیه د اوکراین د جګړې پای ته رسیدو ته مجبوره کړي، خو په خبره یې دې چاره کې د دوی د اروپایي متحدانو بشپړه همکاري اړینه ده.
د متحده ایالتونو د دغې غونډې ګډونوال هغه امریکایي او اروپایي چارواکي یاد شوي چې د انرژۍ، بندیزونو او دغه راز مالي او سوداګریزې چارې مخته وړي.
تیره پنجشنبه په پاریس کې د اوکراین د وضعیت په اړه یوې غونډې ته خپله ډونالډ ټرمپ هم په ډاګه وویل چې اروپایي ټولنه باید د روسیې د تیلو او ګازو په پیرلو بندیز ولګوي.
کتمندو کې پولیسو ۱۶ مظاهره چیان وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي

د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې نن دوشنبه لږ تر لږه ۱۶ مظاهره چیان د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دی.
لویدیځو اژانسونو لیکلي چې پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره ډزې کړي او دغه راز یې پر هغوی ربړۍ ګولۍ او اوښکې بهونکی ګاز کارولی او اوبه یې پرې شیندلې دي.
مظاهره چیان له دولته غواړي چې پر ټولنیزو رسنیو محدودیت لرې کړي او له فساد سره مبارزه وکړي.
د کتمندو د پولیسو یوه مسول شیخار خانال ویلي، شاوخوا سل مظاهره چیان دا مهال په روغتون کې بستر دي.
دولت دغلته پریکړه کړې چې پر ټولنیزو رسنیو لکه یوټیوب، فیسبوک او اکس بندیز ولګوي ځکه د دوی په خبره کمپنۍ یې راجستر شوې نه دي او دولت پرې څارنه نه شي کولای.
د امریکا د ولسمشر لخوا حماس ته خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته "وروستی خبرداری" ورکړی دی، او له دې ډلې یې غوښتي چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.
حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا یو ترهګر سازمان ګڼل کیږی.
ټرمپ د سپتمبر په ۷مه، د یکشنبې په ورځ په خپلې سوشیا تروټ ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې "اسرائیلیانو زما شرایط منلي دي. د حماس لپاره وخت دی چې دوی یې هم ومني. ما حماس ته د دې شرایطو د نه منلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. دا زما وروستی خبرداری دی. نور به هیڅ خبرداری نه وي."
اسراییلي رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر حماس ته د اوربند نوی وړاندیز کړی دی.
د پلان له مخې، حماس به د اوربند په لومړۍ ورځ ټول ۴۸ پاتې اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې کړي، په بدل کې به یې اسراییل هم زرګونه بندي فلسطینیان خوشې کړي.
شارژدافیر ډان براون: د ټرمپ نوی فرمان په نورو هیوادونو کې د امریکایانو د بی دلیله توقیف مخه نیسي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو شارژدافیر ډان براون وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی اجرایوي فرمان د بهرنیو هیوادونو د بی دلیله توقیف څخه د امریکایي اتباعو د ساتنې لپاره یو بې ساري اقدام دی.
هغه د سپتمبر په ۷مه، د یکشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړ چې دا ډول توقیفونه به سختې پایلې ولري.
ښاغلي بروان د طالبانو د نوم اخیستلو پرته، لیکلي چې دا فرمان یو واضح پیغام رسوي چې که تاسو هڅه وکړئ چې یو امریکایی تبعه د معاملې کولو لپاره د وسیلې په توګه وکاروئ، نو تاسو به له سختو پایلو سره مخ شئ.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکوي چې هغه هیوادونه تور لیست کی شامل کړي چې په ناحقه امریکایی اتباع توقیف کوي.
تر دې مخکې ، د ټرمپ ادارې د طالبانو لخوا د نیول شوي افغان-امریکایی تبعه محمود شاه حبیبي د خوشې کولو غوښتنه کړې.
خو د طالبانو حکومت د ښاغلي حبیبي نیول چې پخواني نظام کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر و، رد کړي او ویلي یې دي چې د هغه د ځای په اړه هیڅ معلومات نلري. د ټرمپ ادارې د حبیبي د موندلو لپاره پنځه میلیونه ډالر جایزه هم اعلان کړې.
د انټرنیټ پرچاوۍ هند، پاکستان او څو نور هېوادونه متاثره کړي

په سره سمندر کې د څو سمندري کیبلونو د پرې کېدو له کبله د اسیا او منځني ختیځ په ځینو برخو کې انټرنیټي خدمتونه ورو او ګډوډ کړی دی.
د پیښې لامل لا تر اوسه روښانه نه دی.
مایکروسافټ خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې کاروونکي ممکن په خپلو انټرنیټ خدماتو کې نور ځنډونه تجربه کړي.
نیټ بلاکس وویل چې بندښت هند، پاکستان او څو نور هیوادونه اغیزمن کړي او لامل یې د سعودي عربستان جدې ښار ته نږدې د نړیوالو کیبلونو زیانمنېدل دي.
سعودي او اماراتي چارواکو د بندښت تایید نه دی کړی، خو په متحده عربي اماراتو کې کاروونکو د انټرنیټ د سرعت د کمیدو راپور ورکړی دی.
سمندري کیبلونه ډیری وختونه د سمندري پیښو یا بریدونو له امله زیانمن کیږي او ترمیم یې اونۍ وخت نیسي.
په وروستیو میاشتو کې داسې اټکلونه شوي چې دا لینونه د اسراییلو په وړاندې د یمن د حوثيانو په کمپاین کې په نښه کیدی شي، که څه هم دې ډلې دمخه دا ډول تورونه رد کړي دي.
د (فلسطین لپاره د اقدام ډلې) په ملاتړ لاریون کې ۹ سوه کسان نیول شوي

د بریتانیا پولیس وایي، د " پالستاین اکشن" یا د فلسطین لپاره د اقدام ډلې د ملاتړ په خاطر د تیرې شپې له لاریون وروسته یې نژدې ۹ سوه کسان نیولي دي.
دا په یوې پیښه کې د نیولو شویو کسانو لوړ شمیر ښيي.
د فلسطین لپاره د اقدام ډله د ترهګرۍ ضد قانون له مخې په تیره جولای میاشته کې له فعالیته منع شوه.
دغه ډله تورنه ده چې د اسراییل اړوند پوځي اډو او د وسلو پر شرکتونو باندې یې بریدونه کړي دي.
د بشري حقونو سازمانونه پر دغې ډلې بندیز د بیان ازادۍ محدودول بولي خو د بریتانیا حکومت وایي، دا اقدام یې د بې نظمۍ د مخنیوي لپاره کړی دی او اړین دی.
د جاپان صدر اعظم د استعفا اعلان وکړ

د جاپان صدر اعظم شیګیرو ایشیبا له واکه د لرې کېدو اعلان کړی دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د جاپان د دولتي ټلویزیون په حواله ویلي چې ایشیبا دغه اعلان نن یکشنبه وروسته تر هغه وکړ چې حاکم ګوند یې د تیرې جولای میاشتې په پارلماني ټاکنو کې ماته وخوړه.
رویټرز هم د یوې سرچینې په حواله د ایشیبا د احتمالي استعفا خبر ورکړی او ټاکل شوې چې نوموړی نن ناوخته خبري کانفرانس ته هم حاضر شي.
نوموړي دغه اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه وکړ چې حاکم لیبرال دیموکرات ګوند یې تیره ورځ د رهبرۍ لپاره د له وخته مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه.
که د ګوند دغه غوښتنه تایید شي، دا د صدر اعظم د عدم اعتماد رایې په معنا ده.
د هغه د استعفا په اړه په ګوند کې دننه اختلافاتو د نړۍ دغه څلورم اقتصاد لرونکی هېواد له سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ کړی دی.
د سږکال دوهم بشپړ خسوف به نن شپه تر ډیره په اسیا کې ولیدل شي

د ځمکې سیوری به نن شپه (یکشبنې- دوشنبې ) د سپوږمۍ مخ ځکه ونیسي چې ځمکه د لمر او سپوږمۍ ترمینځ واقع کیږي.
کلي خسوف یا د سپوږمي نیونه به یو ساعت او ۲۲ دقیقې دوام وکړي.
دغه بشپړ خسوف به له سعودي عربستان نیولې تر فیلیپین ، له شمالي قطب تر انترکتیکا پورې او د ختیځې افریقا او لویدېځې استرالیا په ځینو برخو کې ولیدل شي.
دافریقا او استرالیا په نورو برخو او اروپا کې به جزئی خسوف ولیدل شي. د برازیل په سواحلو او الاسکا کې به هم د خسوف څه بڼې ولیدل شي.
په تیرې مارچ میاشت کې بشپړ خو لنډمهالی خسوف د امریکا په لویه وچه کې ولیدل شو.
د پنجاب په ملتان ولسوالۍ کې د ژغورونکو ډلو د یوې کشتۍ د ډوبېدو پېښې مرګ ژوبله اړولې ده

د پاکستان د جنوب په سېلاب ځپلي پنجاب ایالت کې پنځه کسان پرون هغه مهال مړه شول چې د ژغورنې د ډلو یوه کشتۍ په سیند کې واوښته.
د پنجاب د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې اداره وايي چې د ژغورنې ډلو لسګونه سېلاب ځپلي ژغورلي دي.
د نوموړې ادارې چارواکو ویلي دي چې دا کشتۍ په ملتان ولسوالۍ کې د اوبو د چټک جریان له کبله نسکوره شوه خو ډېری سپرلۍ یې ژغورل شوي دي.
پرون له دې مخکې د مرستندویو چارو کمیشنر نبیل جاوید وویل چې له راوي، سُتلج او چناب سیندونو څخه راوتلو سېلابونو څه باندې ۴۱۰۰ کلي ځپلي او له دوه میلیونو ډېر خلک یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.
اسراییلو پر غزې د حملو په دوام یوه لوړه ودانۍ په بمونو والوزوله

د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د پوځ په یوه برید کې یوه لوړه ودانۍ نړېدلې ده. په تېرو څو ورځو کې چې اسراییلو د غزې په ښاري ناحیو کې د پوځي عملیاتو د پلان په درشل کې د غزې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی څو د بشري زون په نوم سیمې ته ولاړ شي، دا دوهم ځل دی چې داسې یو برید کېږي.
د اسراییل پوځ پرون وویل، یاده ودانۍ یې ځکه په نښه کړه چې حماس ډلې د اسراییلي ځواکونو د څار لپاره کار ترې اخیست.
عیني شاهدان او د فرانسپرس خبري آژانس خبریال وايي، اسراییلي الوتکو پرون د غزې په جنوبي ناحیو کې د خبرداري هغه پاڼې له هوا راخوشې کړې چې خلکو ته له دې سیمې د وتلو خبرداری پکې ورکړل شوی و.
اسراییلو له څو اونیو راهیسې دا خبرداری ورکړی چې د غزې په پراخه ښاري سیمه کې عملیات کوي خو دقیقه نېټه یې نه ده اعلان کړې.
اسراییلي پوځ د غزې په لمنو کې هوايي حملو او ځمکنيو عملیاتو ته زور ورکړی چې په نتیجه کې یې د وضعیت د لا خرابېدو وېره رامنځ ته کړې ده.