نړۍ
ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې له ګواښونو سره دې پام کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې له ګواښونو سره دې پام کوي.
وروسته له هغې چې ایران وویل، ژر به له هغه په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي چې اجازه ورکول شوې، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې دا ډول ګواښونه بیرته ایران ته صدمه رسولی شي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ایران ته په خطاب پر خپل تویټر ولیکل چې له تهدیدونو سره پام کوئ.
د ښاغلي ټرمپ په وینا دا ګواښونه بېرته ایران ته داسې زیان رسولی شي چې ترې مخکې به څوک هسې نه وي زیانمن شوي.
ټرمپ دا خبرداری له هغې څو ساعتونه وروسته ورکوي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، هېواد به یې د جولای له اوومې نېټې د درې عشاریه ۶۷ څخه په لوړه کچه د یورانیمو غني کول زیات کړي.
دا هغه حد دی چې د ایران لپاره په ۲۰۱۵میلادي کال کې لاسلیک شوي اټمي تړون ټاکلی دی.
د نړۍ د پیاوړي هېوادونو د هغو غوښتنو خلاف چې له تهران یې د اټمي تړون عملي کول غوښتي، د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل:"موږ به دا تعهد یوې خوا ته کېږدو او په هره اندازه چې موږ غواړو او اړتیا مو وي یورانیم به غني کړو."
د ایران د دولتي رسنیو په وینا روحاني ویلي:"موږ به دا اندازه له درې عشاریه ۶۷ ته پورته کړو."
د مې په میاشت کې حسن روحاني له ایران سره د اټمي تړون نورو لاسلیک کوونکو هېوادونو ته شپېته ورځې وخت ورکړی و چې د امریکا د اقتصادي بندیزونو څخه د ایران اقتصاد وژغوري. دا شپیته ورځې مهلت د جولای په اوومه نېټه پوره کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اکوړه خټک د دیني مدرسې د مشر جنازه په کلکو امنیتي تدابیرو کې خاورو ته وسپارل شوه

د حقانیه دارالعلوم یا د اکوړه خټک دیني مدرسې د وژل شوي مشر حامد الحق د جنازې لمونځ نن د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شو.
اسوشیتد پریس اژانس راپور ورکړ چې د لمانځه امنیتي تدابیر د مدرسې زده کووکو نیولي وو او شاوخوا ډیر پولیس ځای پرځای شوی و.
حامد الحق پرون له شپږ کسانو سره د حقانیه مدرسې دننه د جمعې د لمانځه پرمهال د ځان وژونکي برید له امله ووژل شو. تر اوسه د دې چاودنه مسوولیت چا نه دی منلی.
پاکستاني چارواکو د یوه مشکوک کس عکسونه خپاره کړې دي او ویلي یې دي چې دې کس ځان مرګی برید کړی او هر هغه چا چې د ده د نوم، کورنۍ او ځای په اړه له پولیسو سره معلومات شریک کړل، پنځه لکه پاکستاني روپۍ جایزه به ورکړي.
د ترکیې کرد وسله والو اوربند اعلان کړ

په ترکیه کې کردي وسله والو له څلویښت کلنې جګړې وروسته نن اوربند اعلان کړ.
دوې ورځې مخکې د دې ډلې مشر له خپلو وسله والو وغوښتل چې وسلې پرمځکه کیږدي.
اسوشیتد پریس اژانس خبر ورکړ چې د کردستان د کارګرانو ګوند( پي کې کې) بیان دې ډلې ته نژدې رسنۍ فیرات خبرې اژانس خپور کړی دی.
د ( پي کې کې) د مشر عبدالله اوجالان په اړه چې له نولس سوه نهه نویم کار راهیسې د ترکیې له خوا زنداني دی، په بیان کې راغلې دي چې "د مشر له وینا سره سم د سولې او ډیموکراټیکې ټولنې لپاره د لارې د هواري په خاطر اوربند کوو او تر هغو به دوی برید نه کوي چې حمله پرې ونه شي."
له نولس سوه څلور اتیایم کال راپه دې خوا د ترکیې او ( پي کې کې) تر منځ د جګړو په ترڅ کې لسګونه زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اسراییل او حماس ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات په قاهره کې پیل شول

په قاهره کې د اسراییل او د حماس د افراطي ډلې ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات پیل شوي، څو د غزې د اوربند د دوهم پړاو د موافقې د سقوط مخه ونیسي.
د اوربند لومړی پړاو، چې ۴۲ ورځې یې دوام درلود، نن (شنبې د حوت ۱۱مه) پای ته رسیږي.
تمه وه چې اسراییلي ځواکونه په همدې ورځ د فیلادلفي له محور څخه د وتلو لړۍ پیل کړي او دا بهیر په اتو ورځو کې بشپړ کړي خو د اسراییل د صدراعظم دفتر اعلان کړی چې دا کار به ونه شي.
حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي، خو د دې ډلې ګڼ مشران په قطر کې اوسي.
مصر، چې له حماس سره نژدې اړیکې لري، له امریکا سره یې د اوربند د لومړي پړاو په ترلاسه کولو کې همکاري کړې وه.
دوو مصري سرچینو د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسراییل د ۴۲ نورو ورځو په مخه د اوربند د لومړي پړاو د غځولو نیت لري او د همدې هدف لپاره یې د قاهرې په مذاکراتو کې ګډون کړی.
مایکروسافت د سکایپ د بندیدو اعلان وکړ

د مایکروسافت شرکت اعلان کړی چې د سکایپ ارتباطي سافټویر به د راتلونکي کال د مې میاشتې تر ۴مې پورې د کاروونکو لپاره فعال وي؛ له دې نیټې وروسته به، کاروونکي له سکایپ سره د تل لپاره خدای پاماني وکړي.
د ټکنالوژۍ دې امریکايي شرکت د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) په یوه بیان کې ویلي چې د سکایپ د بندیدو پریکړه به مایکروسافت ته اجازه ورکړي چې پر تیمز (Teams) تمرکز وکړي او ارتباطي خدمات ساده کړي.
مایکروسافت ډاډ ورکړی چې کاروونکي کولی شي خپل معلومات په وړیا توګه "تیمز" ته انتقال کړي.
سکایپ، په ۲۰۰۳ کال د سویډني نیکلاس زنشتروم او د ډنمارکي جانوس فریس له خوا رامنځته شو.
په ۲۰۰۵ کال کې، ایبې (eBay) شرکت واخیست، خو په ۲۰۱۱ کې مایکروسافت په ۸.۵ میلیارد ډالره وپېره.
روسیه واشنګټن ته نوی سفیر استوي

مسکو اعلان کړی چې د امریکا او روسیې ترمنځ د کړکیچ کمولو د هڅو په لړ کې به واشنګټن ته نوی سفیر واستوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) وویل چې امریکایي لوري د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې په یوه ناسته کې د روسیې د نوي سفیر په توګه د الکساندر دارچییف د ټاکلو لپاره د تایید اشاره ورکړې ده.
تر دې وړاندې، دواړو لوریو اعلان کړی و چې په استانبول کې یې د هغو اقداماتو پر سر توافق کړی، چې د دوی د سفارتونو او قونسلګریو پر فعالیتونو اغېز لري.
روسیې همداراز وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې، چې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې بندې شوې دي، بیا پیل شي.
د لیبیا له سواحلو کې د ۱۲ پاکستانیانو مړي خپل هیواد ته ورسول شول

د هغو دولسو پاکستاني وګړو مړي پرون (د کب ۱۰مه) پاکستان ته ورسېدل چې کشتۍ یې له غیرقانوني لارو اروپا ته د سفر پرمهال څه موده مخکې د لیبیا سواحلو ته نژدې ډوبه شوې وه.
پاکستاني چارواکي وايي د پېښې د ټولو قربانیانو شمېر ۱۶ تنه وو خو ۱۲ مړي پرون دې هېواد ته ورسېدل. د دې چارواکو په وینا د ۴ نورو قربانیانو مړي به هم ډېرژر پاکستان ته ورسېږي. د اشفاق احمد په نوم یوه سیمه ایز چارواکي ویلي چې د نهو کسان مړي د خیبرپښتونخوا کرمې ولسوالۍ ته انتقال شوي دي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې په کشتۍ کې ټول شپېته تنه پاکستانیان سپاره وو چې ۳۷ تنه نور یې ژغورل شوي دي.
اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د سفر لارې خورا ډېرې خطرناکې دي او نه یوازې په سمندر بلکې په وچه کې هم هرکال زرګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.
روسیه واشنګټن ته نوی سفیر لیږي

مسکو اعلان کړی چې د امریکا او روسیې ترمنځ د کړکیچ کمولو د هڅو په لړ کې به واشنګټن ته نوی سفیر واستوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) وویل چې امریکایي لوري د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې په یوه ناسته کې د روسیې د نوي سفیر په توګه د الکساندر دارچییف د ټاکلو لپاره د تایید اشاره ورکړې ده.
تر دې وړاندې، دواړو لوریو اعلان کړی و چې په استانبول کې یې د هغو اقداماتو پر سر توافق کړی، چې د دوی د سفارتونو او قونسلګریو پر فعالیتونو اغېز لري.
روسیې همداراز وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې، چې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې بندې شوې دي، بیا پیل شي.
په قاهره کې د اسراییل او حماس ترمنځ غیرمستقیم خبرژ پیل شوې

په قاهره کې د اسراییل او د حماس د افراطي ډلې ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات پیل شوي، څو د غزې د اوربند د دوهم پړاو د موافقې د سقوط مخه ونیسي.
د اوربند لومړی پړاو، چې ۴۲ ورځې یې دوام درلود، نن (شنبې، د حوت ۱۱) پای ته رسیږي.
تمه وه چې اسراییلي ځواکونه په همدې ورځ د فیلادلفي له محور څخه د وتلو لړۍ پیل کړي او دا بهیر په اتو ورځو کې بشپړ کړي.
خو د اسراییل د صدراعظم دفتر اعلان کړی چې دا کار به ونه شي.
حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي، خو د دې ډلې ګڼ مشران په قطر کې اوسي.
مصر، چې له حماس سره نژدې اړیکې لري، له امریکا سره یې د اوربند د لومړي پړاو په ترلاسه کولو کې همکاري کړې وه.
دوو مصري سرچینو د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسراییل د ۴۲ نورو ورځو په مخه د اوربند د لومړي پړاو د غځولو نیت لري او د همدې هدف لپاره یې د قاهرې په مذاکراتو کې ګډون کړی.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) مشر حامدالحق نن په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو

د راپورونو له مخې د پاکستان د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه مدرسه کې نن د جمعې د لمانځه په مهال د بم چادونې په پیښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا په دغې چاودنه کې یوشمېر نور کسان چې د مولانا سمیع الحق زوی، مولانا حمیدالحق هم پکې دی، ټپیان شوي.
یوشمیرسرچینو لږ مخکې مشال راډیو ته تایید کړه چې حامدالحق د ټپونو له امله مړ شو.
یوشمیررسنیو د ځینو نورو سرچینو له قوله دا یوه ځانوژونکې حمله بللې او پکې د وژل شویو کسانو شمیریې لږترلږه پنځه تنه ښودلی و.
د سیمه ییزو پولیسو یوه افسر امجد محمد د جرمني خبري اژانس ته وویل چې بم چاودنه د حقانیه مدرسې د ودانۍ د انګړپه جومات کې هغه مهال وشوه چې لمونځ کونکو د جمعې لمونځ کاوه.
په سیمه کې د ژغورنې د ادارې مشر بلال فیضي دې آژآنس ته وویل چې ژغورنکو د جومات له دننه لږترلږه شل ټپیان او مړي لیږدولي دي.
هغه ویلي تراوسه موږ ته نده څرګنده چې څویې مړه او څومره نور یې ټپیان دي.
تراوسه پورې چا یا کومې ډلې د دغه برید مسولیت ندی اخیستی.
مولانا حامدالحق د خپل پلار له مړینې وروسته د دې دارالعلوم مهتمم و.
پاکستان کې دوه نور ماشومان هم ګوزڼ وهلي

روغتیایي چارواکي د پاکستان په لویدیځو او ختیځو ایالتونو کې د پولیو د دوو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکوي. د اسوشتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې د پولیو دغه دوه نوې پیښې په سیند او پنجاب ایالتونو کې ثبت شوي او د پاکستان د پولیو د له مینځه وړلو پروګرام هم هغه تایید کړي دي.
په دې سره د ۲۰۲۵ کال د پیل راهیسې په پاکستان کې د پولیو د ثبت شویو مثبتو پیښو شمیر پنځو ته ورسید.
تیر۲۰۲۴ کال په دې هیواد کې د پولیو ۷۴ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.
په سیند او پنجاب ایالتونو کې د پولیو دغه نوې پیښې داسې مهال ثبت شوي چې روغتیاپالان نن جمعه د ورځې په پای کې د ګوزڼ یا پولیو د سرایت په لوړ خطر لرونکو سیمو کې د پولیو د واکسین کمپاین پای ته رسوي.
چارواکو هیله څرګنده کړې چې د پولیو په دغه پنځه ورځني کمپاین به له پنځو کلونو کم عمره ۴۴،۲ ملیونه ماشومان واکسین کړي.
له دغه کمپاین سره هم مهاله پرون پنجشنبه په افغانستان کې هم د پولیو د واکسین څلورورځنی کمپاین په ۱۶ ولایتونو کې پای ته ورسید. تیره اونۍ سیمه ییزو چارواکو په بادغیس ولایت کې د پولیو د یوې مثبتې پیښې د ثبتیدو خبر ورکړ.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغۍ پکې تراوسه له منځه نده تللې.
ګوزڼ یا پولیو هم هم ناعلاجه ساري ناروغي ده چې له خطره یې یو ماشوم یوازې د واکسین په وسیله بچ کیدای شي.