د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۵

سرخط: طالبان له امریکا سره په خبرو کې د افغانانو په وینه امتیاز اخلي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو نږدې ټولو ورځپاڼو په کابل ښار کې د تېرې ورځې د انتحاري او وروسته د وسله‌والې حملې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • دنیا

د دنیا ورځپانې په سرمقاله کې راغلي چې افغانانو ته روان جنګ او سوله خورا جالب دي، دا جګړه او سوله د هېڅ جګړې او سولې له اصولو سره برابره نه‌ده.

د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې نور د زور ازمویلو وخت هم تېر شوی، د سولې خبرې ان د موافقې تر سرحده وړاندې تللي، نو بیا دغه زور ازمویل او وینه تویول د څه لپاره دي؟

  • ماندګار

ماندګار ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې د پلازمېنې د تېرې ورځې خونړۍ حمله او په ځینو ولایتونو کې شدیدې حملې د سولې په اووم پړاو مذاکراتو کې د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره کېږي.

  • سرخط

د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی چې طالبان له امریکا سره په خبرو کې د افغانانو په وینه امتیاز اخلي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، اوس چې طالبان له یوې خوا له امریکایانو سره د ګاونډیو هېوادونو په لارښوونه او خوښه په عربي هېوادونو کې د سولې خبرې کوي، بل‌خوا د دې لپاره چې په دغه پروسه کې ډېر امتیاز واخلي او وښيي چې په افغانستان کې جګړه، چاودنې او بریدونه کولای شي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپانې په سرمقاله کې راغلي، د نړۍ ستر ځواکونه او نور هېوادونه چې په افغانستان کې امن او ثابت ته ژمن دي، باید هڅې وکړي چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

لیکوال وړاندې په سرمقاله کې د کابل د تېرې ورځې پېښې ته په کتو یادونه کوي چې د دغې پېښې اصلي عوامل د افغان امنیتي او کشفي ارګانونو کمزورتیا ده.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي چې هر څومره ژر چې کېږي، باید دغه کمزورتیا له‌منځه یوړل شي، څو د خلکو ژوند خوندي کړای شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، طالبان له یوې خوا په قطر کې له امریکايي چارواکو سره په خبرو بوخت دي، له بلې خوا په افغانستان کې یې جګړو ته زور ورکړی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې د کابل وروستۍ حملې ته په کتو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا غږ کوي چې د ترهګرۍ پر ملاتړو هېوادونو نور فشارونه هم راوړي.

د لیکوال په باور، په دې سره به په افغانستان کې تل‌پاتې سولې او ثبات ته لاره هواره شي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، که څه هم په قطر کې د امریکايي او طالب پلاوو ترمنځ اووم پړاو مذاکراتو ته خوشبینۍ زیاتې دي، خو د لیکوال په باور، د کابل د تېرې ورځې حملې دغه خوشبینۍ په اوبو لاهو کړې.

  • اصلاح

د اصلاح دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې طالبانو ته سپارښتنه شوې چې نور دې ملکیان نه په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG