د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۳

مسیر: قطر کې د خبرو په ۷م پړاو کې د جوړجاړي شونتیا څومره ده؟


کابل چاپ ورځپاڼو نن د دوشنبې په ورځ هم په قطرکې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د روانو خبرو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • مسیر

مسیر نا دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د خبرو په اووم پړاو کې د جوړجاړي شونتیا څومره ده؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د دغو خبرو په اړه دواړه لوري که څه هم ډېر جزئیات نه‌ورکوي، خو په خبرو کې د پرمختګونو خبره کوي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو پر اساس چې د دواړو لورو ترمنځ د ترهګرۍ پر تعریف هوکړه شوې، خو دا چې دغه هوکړه د طالبانو د اسلامي تحریک که د طالبانو د اسلامي امارت په نوم لاسلیک شي؟ لا هم اختلاف شته.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې دغه شان د بین‌الافغاني خبرو او اوربند په څرنګوالي هم اختلافات شته او خبرې پرې روانې دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې دواړه لوري د مثبت تصویر ورکولو هڅه کوي او غواړي خلک هیله مند وساتي، په‌داسې حال کې چې له دې وړاندې هم همدا هڅه کېده، خو د شپږم پړاو خبرې له سختو ستونزو او شا تګونو سره ملې وې.

سرمقاله لیکونکي باور لري چې دواړه لوري هڅه کوي څو پر یو بل خپلې غوښتنې ومني ځکه يې خبرې ستونزمنې کړي، خو لیکوال لیکي چې ناهیلي باید نه‌شو او د یوې ښې پایلې انتظار وباسو.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم همدې مسئلې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د سولې په روانو خبرو کې ټولو اړخونو خپلې غوښتنې مطرح کړي دي.

لیکوال لیکي:

امریکا ته مهمه ده چې طالبان له القاعده نړیوالې تروریستي شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې ژمنه وکړي همدا شان طالبان بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش غواړي او افغان حکومت ته مهمه ده چې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

خو د سرمقالې لیکوال لیکي چې په‌دې ځای کې تر ټولو مهم يې د پاکستان رول دی، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور که په افغانستان کې سیاسي حل رامنځته کېږي، باید له پاکستانه د نورو تروریستي ډلو د ملاتړ په تړاو قوي تضمینونه واخېستل شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې پاکستان هر وخت د خپلو ګټو د خوندي کولو په هدف هغه تروریستي ډلې حمایه کړي چې په افغانستان کې جګړه کوي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې افغانان له جګړې ستړي دي او باید دا پړاو خبرې د سولې پیلامه شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې طالبان په‌دې خاطر کې چې د سولې په روانو خبرو کې خپله برخه ډېره کړي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی او په دې هېواد کې هره ورځ په سلګونه کسان په بېلابېلو پېښو کې وژل کېږي.

سرمقاله لیکونکی هیله لري چې د سولې دا پړاو خبرې د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لامل وګرځي او په هېواد کې تل پاتې سوله ټینګه شي.

  • هېواد

او هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې که څه هم د قطر ناسته دواړو لوریو مهمه بللې ده، خو د سرمقالې د لیکوال په باور چې په اسانۍ هوکړه ناشونې ده.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې امریکا تمه لري چې له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د سولې هوکړه وشي، خو د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې چې دواړه لوري دغسې کومې هوکړې ته نږدې شوي نه‌دي.

XS
SM
MD
LG