د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

له وخته مخکې کمپاین په اړه کاندیدانو ته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خبرداری


د ولسمشریزو کاندیدانو فهرست
د ولسمشریزو کاندیدانو فهرست

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په قانون کې د انتخاباتي مبارزو وخت ځانګړی شوی او کوم کاندیدان چې له وخته مخکې کمپاین کوي، قانوني چلند ورسره کېږي.

د دغه کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیح‌الله سادات ازادي راډیو ته وویل، د کمېسیون سیمه‌ییزو دفترونو ته هم ویل شوي چې د دې ډول کمپاینونو مخه ونیسي: "د جمهوري ریاست له ټولو کاندیدانو مو غوښتنه ده چې د قانون درناوی وکړي، د قانون له مخې چې د انتخاباتو وخت ځانګړی شوی، له هغې سره سم دې پر مخ لاړ شي، که څوک د قانون خلاف عمل وکړي، په هره سطحه کې چې وي، قانوني چلند به ورسره وشي."

د کاندیدانو شورا هم ویلي چې د دولت جوړونکي ټیم، ولایتونو ته د سفرونو په کولو او ګټې اخېستنې ته د تېرو کلونو نیمګړې پروژو سپارل، د ځان لپاره کمپاین دی.

د سپېدار ماڼۍ او د جمهوري ریاست ځیني چارواکي چې په انتخاباتي ټیمونو کې شامل دي، د دغې شورا او ځینو انتخاباتي څارونکو له‌خوا، د بې‌وخته کمپاین په کولو تورن شوي دي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا ویانده مروه امیني وايي، همدا اوس ځینو کاندیدانو په یو شمېر ولایتونو کې د انتخاباتي کمپاینونو لپاره دفترونه خلاص کړي دي: "مخکې له وخته کمپاینونه چې د ځینو کاندیدانو له‌خوا کېږي، د اندېښنې وړ دي، دوی خپل کمپایني دفترونه پرانیستي او کمپاینونه‌یې دوام لري، یو انتخاباتي ټکټ بل انتخاباتي ټکټ داسې زیانمنوي چې له اخلاقو لیرې ده. قانون ته پام نه‌کېږي، دغه ۱۸ کاندیدان چې غواړي د هېواد راتلونکی یې په لاس کې وي او د قانون په ماتولو کې راځي، موږ یې په اړه اندېښمن یو چې بیا به یو بحران تېروو."

که څه هم د جمهوري ریاست ځیني کاندیدان چې په‌خپله د خبري ناستو په جوړولو او د انتخاباتي فعالیتونو لپاره د حکومت پر کړنو د انتقاد کولو له امله تورن دي، د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې د قانون ماتولو مخه ونیسي او کاندیدانو ته دې اجازه نه‌ورکوي چې ځانونو ته کمپاین وکړي.

د کاندیدانو په بې‌وخته کمپاینونو انتقادونه وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ اجرائیه رئیس ویلي، له دولتي امکاناتو نه دې د کاندید د کمپاین په ګټه کار وانه‌خیستل شي او خلکو ته دې د حکومت خدمتونه، د انتخاباتي کمپاین په نیت نه‌وي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون وايي، باید قانون ته درناوی وشي: "د افغانستان اجرائیه رئیس د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ټولو کړن‌لارو او لایحو درناوی کړی او کوي یې او له وخته مخکې يې هېڅ کمپاین نه‌دی پیل کړی، کمپاین ځانګړی وخت لري او موږ د دې غوښتونکي وو، یو مېکانیزم دې جوړ شي چې هېڅ‌څوک د ځان په ګټه او د بل کاندید پر ضد له دولتي امکاناتو استفاده ونه‌کړي."

د جمهور رئیس غني انتخاباتي ټیم چې په دې وروستیو ورځو کې د کاندیدانو د شورا او د انتخاباتو د ځینو څارونکو له‌خوا، په‌داسې فعالیتونو تورن و چې د دوی په خبره کمپایني رنګ‌یې درلود وايي، که په‌دې اړه اسناد موجود وي، باید وړاندې شي.

د جمهور رئیس د انتخاباتي ټیم غړي نجیب‌الله ازاد ازادي راډیو ته وویل: "موږ مخکې له وخته هېڅ کمپاین نه‌درلود، خو یو شمېر کاندیدان نه‌یوازې دا چې کمپایني ناستې لري، بلکې تېره ورځ چې په غازي سټډیوم کې غونډه جوړه شوه، مطلق کمپایني وه او له دولتي او حکومتي وسایلو نه په‌‌کې کار واخیستل شو. حکومتي چارواکو او د اجرائیه ریاست مرستیالان په‌کې وو. دغو کاندیدانو په ځانګړې توګه په شمال کې کمپاینونه پیل کړي، خو که دولتي ټیم په کوم ځای کې رسمي کمپاین پیل کړی وي، کولای شي په اړه‌یې رسمي شکایت وکړي."

د کابل ښار غازي سټډیوم کې د افغانستان د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندان او اعتراضیه غونډه
د کابل ښار غازي سټډیوم کې د افغانستان د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندان او اعتراضیه غونډه

حزب اسلامي هم جمهوري ریاست ته د ګلبدین حکمتیار له کاندیدو وروسته، خبري ناستې جوړې کړي چې تر ډېره‌یې د حکومت پر کړنو انتقادونه کړي دي.

د دغه حزب د رسنیو د دفتر غړی دغه ناستې، د انتخاباتي کمپاین هڅې نه‌ګڼي.

اوس د انتخاباتو څارونکي وايي، د انتخاباتي مبارزو له پیلېدو دمخه وینا ګانې، د انتخاباتي ټیمونو خبري ناستې او په رسنیو کې د کاندیدانو څرګندېدل چې په هره پلمه وي، د انتخاباتو د قانون پر اساس، کمپاین ګڼل کېږي.

دغه څارونکي وايي، د کاندیدانو کړنې، د څارونکو بنسټونو له لیده پټ نه‌دي او که دغه بهیر په قانون ماتولو پیل شي، خلک به د تېر په پرتله، په افغانستان کې پر ډموکراسۍ بې‌باوره شي.

XS
SM
MD
LG