کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د جمهوري ریاست د کاندیدانو د شورا د تېرې ورځې په اعتراضیه غونډې او د ولسمشر د کار د دوام په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
- هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي ارګ د ولسمشر غني سیالانو د غوښتنې په ځواب کې دوی له وخت مخکې په کمپاین تورن کړل.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د ارګ له لوري په راتلونکو انتخاباتو کې د احتمالي او سیستماتیکې لاسوهنې په اړه د جمهوري ریاست د یو شمېر کاندیدانو او ځینو سیاستوالو اندېښنې پر ځای دي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د دولت رهبران دې د سیاستوالو او د مدني بنسټونو غږ ته غوږ ونیسي، ارګ او سپېدار ماڼۍ باید له معترضو کاندیدانو سره د دوی د اندېښنو په اړه بحث وکړي او قناعتیې حاصل کړي.
د همدې سرمقالې په پای کې راغلي سرپرست حکومت په قانون کې ځای نهلري او د کاندیدانو د مشروع اندېښنو د رفع او په انتخاباتو کې د احتمالي مداخلې د مخنیوي لپاره جمهوري ریاست باید ټولو ته د منلو وړ مېکانیزم باندې توافق وکړي.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکي، ستونزې دې د خبرو اترو له لارې هوارې شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي که چېرې د ولسمشر په صلاحیت کې دننه انتخابات ترسره شي، د لیکوال په باور د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو ته به دغه انتخابات د منلو وړ نهوي.
لیکوال سپارښتنه کوي چې د جمهوري ریاست ټول کاندیدان دې د خبرو یوه لاره خلاصه کړي، یو بل ته دې معقول وړاندیزونه وکړي او خپله دې داسې لازم انعطاف په نظر کې ونیسي چې د خلکو او هېواد ملي ګټې پهکې نغښتې وي.
- ماندګار
ماندګار ورځپاڼې لیکلي د ولسمشر په وړاندې د جمهوري ریاست د یو شمېر کاندیدانو موضعګېري سمه او پر ځای هڅه ده.
- هېواد
بلخوا د هېواد د دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "د دښمن د خوشحالولو لپاره د مغرضو کړیو د خندا وړ غونډه".
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دا سمه ده چې د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د واک موده پای ته رسېدلې، خو د هېواد ناسم وضعیت له امله سترې محکمې د بل ولسمشر تر ټاکلو د محمد اشرف غني د کار موده وغځوله.
وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې، یو شمېر مغرضه کسان دي چې د اوسني نظام لاسته راوړنې یې پر ملت نهلورېږي، نو یې د دغه نظام پر ضد غږ پورته کړی.
د لیکوال په باور اوس که هر څوک د نظام پر ضد غږ پورته کوي، له خپلې رسوایۍ پرته بل څه نهشي ترلاسه کولای.