د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۰

هېواد: پاکستان د روسیې په څېر د افغان حکومت د ننګولو هڅه کوي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو د جوړېډونکې ناستې او د انتخاباتي مسایلو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

دنیا:

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، په پاکستان کې جوړېدونکې ناستې ته خوشبینۍ او بدبنینۍ.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دا ناسته داسې مهال جوړېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی هم قطر ته رسېدلی او د ځینو نا تأیید شویو راپورنو پر اساس، نوموړي له طالب استازو سره غیر رسمي کتنې هم کړي دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په پاکستان کې ناسته ځکه ګټه نه لري چې د افغان سولې او جګړې په برخه کې د پاکستان رول تل ناپاک او له غرضونو ډک دی.

د سرمقالې لیکوال افغان سیاستوالو او ګوندونو ته سپارښتنه کوي چې باید د سولې په هره ناسته کې ګډون وکړي، خو د افغانستان له ملي ګټو یوه زره هم شاته نه شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، پاکستان د روسیې په څېر د افغان حکومت د ننګولو هڅه کوي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې افغان حکومت باید د نړیوال ملاتړ تر سیوري لاندې پاکستان پرې نږدي چې چلنج یې کړي او انزوا شوی او رسوا شوی پاکستان نور هم را ټینګ کړي چې له دغه ناوړه سیاسته لاس واخلي.

بل خوا بیا نور ورځپاڼو راتلونکو انتخاباتو ته د چمتوالي او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو په څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، له ناسالمو انتخاباتو سره د هېواد اوضاع بدترېږي.

په سرمقاله کې راغلي، اوس د دې وېره شته چې راتلونکي انتخابات د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو په څېر له پراخو درغلیو سره مله وي.

د سرمقالې لیکوال د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون غږ کوي چې یاد کمېسیون باید شفافو انتخاباتو ته بشپړ چمتووالی ونیسي، له تېرو انتخاباتو درس واخلي او پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار نه شي.

د لیکوال په باور، د فساد د مخنیوي لپاره مهمه دا ده چې د رأیې ورکوونکو د اصلي او تقلبي لېست ترمنځ تفکیک وشي.

اطلاعات روز:

د اطلاعات روز ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، یو تور ته په کتو راتلونکي به بدنام انتخابات وي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که چېرې د مولانا محمد عبدالله ادعاوې سمې وي، نو د ارګ له خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په چارو کې له لاسوهنې پرده پورته کوي.

لیکوال وړاندیز کوي چې دغه ټولې ادعاوې دې باید په بې پرې ډول وڅېړل شي، که چېرې د ښاغلي محمد عبدالله څرګندونې نادرستې وي، ځواب دې ووايي، خو که چېرې لګول شوی تور واقعیت ولري، باید کمېسیون ځواب ویوونکی اوسي.

XS
SM
MD
LG