ولایتي شورا او خلک وايي، په میدان وردګو ولایت کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په تقویتي نوملېکنه کې د خلکو ونډه کم رنګه ده.
دغه پروسه چې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ یوه اوونۍ وړاندې په میدان
وردګو ولایت کې هم پیل شوې، پهکې د خلکو کمې ونډې ولایتي شورا او ځوانان اندېښمن کړي دي.
د ټاکنو کمېسیون چارواکي هم د خلکو خبرې مني، خو لامل يې ناامني یادوي.
د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت پهدې اړه راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: