د دې اونۍ راډیويي مجله مو په یو شمېر هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
- روح الله انور له کونړه راپور لري.
- د افغان هنرمند احمدظاهر د څلوېښتم تلین په پار د هغه په فن تبصره.
- له خوست څخه نجیب الله الوخیل راپور لري.
- په هنر جاج کې له لیکوال او ژباړن سعدالله فطرت سره د ژباړې په تاکتیکونو غږېدلي یو.
- فنکار برخه کې له لیکوال،شاعر او ژباړن شفیع الله تاند سره د هغه په فن خبرې کوو.
- په زرپاڼه کې به لنډه کیسه(اصلي عمر) واوروئ.
- او په وریښمین خېال کې به د پیرمحمد کاروان اومه لور نظم واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب