دا اوونۍ د مخکښې ښځې په خپرونه کې د ولسي جرګې غړې شکریه عیسی خېل هوتک میلمنه ده.
شکریه عیسي خېل په بغلان کې زیږېدلې، د تعلیم او تربېې په برخه کې یې د بغلان پوهنتون څخه، د لېسانس سند ترلاسه کړی او د سیاسي علومو په برخه کې يې په کابل کې ماسټري کړې ده.
اغلې عیسي خېل د ولسي جرګې په پنځلسمې او شپاړسمې دوره کې د بغلان ولایت استازې پاتې شوې، شاوخوا شل کاله یې په دولتي ادارو او مکاتبو کې دنده ترسره کړې.
نوموړې وایي، دا ځل هم هڅه کوي، د بغلاني مېرمنې رسا غږ شي.
دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ: