د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

شکایتونو کمېسیون: د تقویتي نوم‌لېکنې د پروسې د اړوند شکایتونو ثبت پیل شوی


ارشیف، په کابل کې د نوم لېکنې بهیر June 11, 2019
ارشیف، په کابل کې د نوم لېکنې بهیر June 11, 2019

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د تقویتي نوم‌لېکنې د پروسې د اړوندو شکایتونو او اعتراضونو ثبتول ېې پیل کړي دي.

د رأیو ورکوونکو د نوم‌لېکنې د پروسې له پیلېدو وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، له دې پروسې سره سم یې د شکایتونو ثبتول پیل کړي دي.

د دغه کمېسیون غړي او ویاند محمد قاسم الیاسي د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې له خلکو وغوښتل چې که په‌دغه پروسه کې ېې درغلۍ او سرغړونې شوي، کولی شي، خپل شکایتونه د انتخاباتي شکایتونو په مرکزي او ولایتي دفترونو کې درج کړي.

دی وايي: "شکایتونه له قاعدې سره سم د نوم‌لیکنې نه دوه یا درې ورځې وروسته پیلېږي. تراوسه د شکایتونو کره شمېره نه‌لرو، په یقین سره چې شکایتونه درج شوي، له دوو ورځو راهیسې زموږ کارکوونکي د شکایتونو اخېستو ته مکلف شوي دي."

د رأیو ورکوونکو تقویتي نوم‌لېکنه د جوزا په ۱۸مه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له‌خوا پیل شوي چې د روان لمریزکال د سرطان تر ۸ مې به دوام وکړي.

دغه کمېسیون مخکې له دې ویلي چې د تقویتي نوم ثبتولو ۴۵۸ مرکزونه به خلاص کړي، خو په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۰۶ دغه مرکزونه پرانېستل شول چې ۵۲ مرکزونه یې د امنیتي او د حساسو موادو د نه رسېدو له امله تړلي پاتې شول.

د تقویتي نوم‌لېکنې پروسه د دې لپاره پیل شوې چې که ځینو کسانو مخکې له دې خپل نومونه نه‌دي لیکلي، اوس ۱۸ کلن شوي او یا تازه هېواد ته راستانه شوي دي، کولی شي نومونه ثبت کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ۹ میلیونو کسانو نومونه ثبت کړي وو.

بل‌خوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یوې جلا ناسته کې له خلکو وغوښتل چې د تقویتي نوم ثبتولو په پروسه کې برخه واخلي: "د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه مننه کوم چې د تقویتي نوم ثبتولو زمینه یې برابره کړه، دغه پروسه پیل شوه، زه د یو شهروند په توګه له خلکو هیله کوم چې په‌دغه پروسه کې ګډون وکړي او خپله راتلونکي په خپل لاس وټاکي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح‌الله سادات
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح‌الله سادات

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح‌الله سادات وايي، تراوسه څه باندې۷۰۰۰ کسانو په‌دغه پروسه کې نومونه لیکلي دي: "۵۲۸۷ نارینه و، ۲۰۸۰ ښځو او ۵۷ کوچیانو چې په ټوله کې ۷۴۲۴ کسان کېږي، په وروستیو درې ورځو کې يې نومونه ثبت کړي چې په راتلونکو انتخاباتو برخه واخلي. "

د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو او په تېره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوشف رشید وايي، د تقویتي نوم ثبتولو لپاره د مرکزونو کموالی، د ۵۰ مرکزونه تړل کېدل او ناامني لامل شوي چې ډېری کسان راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته نوم‌لېکنه ونه‌شي کړای.

XS
SM
MD
LG