د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

مسیر: د بندیانو خلاصون او د واټن د کمولو لومړني ګامونه


د کابل چاپ ورځپاڼې
د کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د طالب زندانیانو د ازادېدو او د سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې، د طالب زندانیانو ازادول ناکامې زارۍ او یا د ښه نیت لپاره د لارې خلاصول.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي نه‌یوازې دغه لړۍ اوس پیل شوې، بلکې له طالبانو سره د سولې او د خبرو د ښه نیت لپاره دغه اقدام پخوا هم شوی.

د سرمقالې د لیکوال په باور د طالب زندانیانو له ازادېدو سره د جګړې په شدت کې هېڅ کموالی نه‌دی راغلی او نه هم په‌دې سره طالبان سولې ته هڅول شوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، هر شپه افغان ځانګړي ځواکونه په مېړانه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د طالبانو له زندانونو بندیان ازادوي، خو حکومت‌یې په بدل کې له خپلو زندانونو په عاجزۍ سره طالب زندانیان خوشې کوي.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د بندیانو خلاصون او د واټن د کمولو لومړني ګامونه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د حکومت دا کار یوازې د څو هغو کسانو له مخالفت سره مخ شوی چې د سولې خلاف دي له دې پرته ټولو خلکو د دغه کار ستاینه کړې.

د لیکوال په باور دا کار له دې اړخه مهم دی چې د دواړو لورو ترمنځ فاصلې کموي او هر لوری چې دا کار کوي، خپل نېک نیت څرګندوي او مقابل لوری هم ورسره اړ کېږي چې یو مثبت ګام واخلي.

د مسیر د سرمقاله لیکونکي په باور دا چاره به ورو ورو د وژنو او جګړې څپې راکمې کړي، د باور فضا به پیدا کړي او وروسته به د یوې سترې او بنسټیزې سولې لپاره زمینه برابره کړي.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د سولې په تړاو بدګمانۍ او هیلې!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، څو په‌خپله افغان ولس سره متحد نه‌شي او پر یوه ملي محور راټول نه‌شي، د هېواد د سولې او جګړې په باب د پرېکړې واک به د دوی نه‌وي.

د لیکوال په اند که امریکا وي، که د سيمې هېوادونه، ټولې پرېکړې به بیا هم د اصلي لوبغاړو د ګټو پر محور وي او افغان ولس به بیا هم د پردیو جګړو او توطئو په اور کې ستي وي.

  • انیس

بل‌خوا انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي نړۍ باید د افغانستان جګړې او سولې ته په کمه سترګه ونه‌ګوري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د ترورېزم ضد ائتلاف وړاندې له دې چې د افغان سولې خبرې پېچلې شي، باید د افغان ځواکونو تجهیز او محاربوي او مسلکي سطحې د لوړولو لپاره کار وکړي، څو افغان ځواکونو په ځان د بسیا کېدو مرحلې ته ورسېږي.

  • اصلاح

او په پای کې اصلاح دولتي ورځپاڼې لیکلي د افغانستان د خلکو لاس ته راوړنې او د ثبات ساتل د اهمیت وړ دي.

XS
SM
MD
LG