د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۰

مسیر: ایا دا ځل به د سولې په خبرو کې رښتیا هم کوم پرمختګ وشي؟


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د د بیلابیلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې د جګړې شدت او د سولې د خبرو د برخلیک تر عنوان لاندې په خپره کړې مقاله کې لیکلي دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په نږدې وخت کې د سولې د اووم پړاو خبرو لپاره قطر ته ځي او هلته له طالب استازو سره خبرې کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې که څه هم ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې دا ځل به خبرې ډېرې متفاوتې وي او او ځیني مسایل به وروستي کړي، خو تېرو خبرو ته په کتو ایا دا ځل به رښتیا هم په خبرو کې کوم پرمختګ وشي؟

د سرمقالې لیکوال لیکي، خلیلزاد داسې مهال قطر ته ځي چې اوس مهال د سولې خبرې له جدي خنډونو سره مخ دي او دواړو اړخونو په ځانګړي ډول امریکا پر طالبانو خپل نظامي فشارونه زیات کړي دي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې امریکا له طالبانو غوښتنه کوي چې اوربند وکړي او تاوتریخوالی کم کړي، خو له خپله اړخه يې تاوتریخوالی زیات کړی دی چې دا هر څه د سولې په خبرو ناوړه اغېزه لري.

د سرمقالې لیکوال غوښتنه کوي چې په اووم پړاو خبرو کې باید زیات شمېر مسایل وروستي شي، طالبان باید خلیلزاد ته واضح ووايي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې نه استعمالولو بحثونه باید وروستي شي، همدا شان باید خلیلزاد په اوربند او له افغان حکومت سره په خبرو ټینګار وکړي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې که اووم پړاو خبرې هم له ناکامۍ سره مخ شي، نو شاید نور دا بهیر په ټپه ودرېږي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د نوم لیکنې تقویتې پروګرام په اړه چې تېره ورځ پیل شو، مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې دا پروسه کولای شي چې د ولسمشریزو انتخاباتو په پروسه کې د خلکو ګډون زیات کړي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې دا پروسه باید په سم شکل مدیریت شي، ځکه د سرمقالې لیکوال باور لري چې که پروسه سمه مدیریت نه شي، نو شاید یو وار بیا د تېر ځل په شان په دې پروسه کې پراخې ستونزې پیدا شي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې هم خپله سرمقاله انتخاباتي مسایلو ته ځانګړې کړې ده او لیکلي یې دي چې که څه هم د انتخاباتي کمېسیونونو ټول غړي له دندو لېرې شول او پر ځای يې نوي کسان وګمارل شول، خو انتخاباتي ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې د انتخاباتو د اوسنیو چارواکو کړنو ته په کتو ویل کېدای شي چې دوی هم د تېرو کميشنرانو پر پل، پل ګدي او راتلونکي انتخابات به هم له ستونزو خالي نه وي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو او حکومت ترمنځ اختلافاتو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دغه اختلافات به افغانستان یوي نوي بحران ته ننباسي.

د مطلب لیکوال د یو شمېر کارپوهانو له قوله لیکلي دي چې که څه هم دواړه لوري خپلو شخصي ګټو ته ژمن دي نه د ولس او ملت ګټو ته، خو لیکي چې باید سیاسیون او د حکومت مشران دغه ستونزه درک کړي او حل لاره ورته ولټوي.

XS
SM
MD
LG