د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د سولې پروسې او د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو وروستیو لاسته راوړنو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
دنیا:
د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، بیا هم سولې ته کار وکړئ!
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم له طالبانو په کراتو وغوښتل شول چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي، خو طالبانو د افغان سیاسیتوالو دغه غږ ته مثبت ځواب ور نه کړ، خو په وینا یې چې تازه د دې ډلې ویاند ویلي چې جنګیالي یې د اختر په درې ورځو کې په دفاعي حالت کې وو او د هېواد په کچه یې برېدونه نه دي کړي.
د سرمقالې د لیکوال په اند که چېرته د اختر په ورځو کې دواړو لوریو حکومت او طالبانو رسمي اوربند کړی وای، دا به د طالبانو او حکومت په ګډون د ټول هېواد په ګټه وای.
د سرمقالې په پای کې راغلي، که د کمکي اختر په ورځو کې رسمي اوربند ونه شو او بیا هم د خلکو وینې وبهول شوې، خواشینوونکې ده، خو غوښتنه دا ده چې له دې وروسته د سولې خبرې باید جدي ونیول شي.
انیس:
انیس ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، طالبان د سولې په خبرو اترو کې تل د تېر ایستنې له ډيپلوماسۍ څخه کار اخلي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، په سیاست، ډيپلوماسۍ او نورو مهمو پېچلو مسایلو کې یو مهم اصل او نړېوال عرف دا دی چې دواړه لوري په خبرو او مذاکرو کې رښتني او صادق وي، ترڅو روانې خبرې او مذاکري ښې نتیجې او پایلې ولري.
د سرمقالې لیکوال له طالبانو غوښتنه کوي چې د سولې په مذاکراتو کې رښتیني واوسي، څو یوې سراسري او همېشنۍ سولې لپاره زمینه برابره شي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د افغان ځواکونو مېړانې ستایوو!
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغان ځواکونو د کوچني اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت او ثبات ساتلو لپاره په پراخه کچه امنیت ټينګ کړ، کورني ځواکونه وتوانېدل چې په کابل کې د خونړیو بریدونو مخنیوی وکړي.
د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي، د افغان ځواکونو د دغو لاسته راوړنو ترڅنګ دوی په فاریاب او نورو سیمو کې د طالبانو زندانونه مات کړل او د دې ترڅنګ دغو ځواکونو د غزني خواجه عمري ولسوالي هم ونیوله.
د سرمقالې لیکوال لیکلي، د افغان ځواکونو دغه قربانۍ او هڅې باید وستایل شي او د هغوی قدردانی دې وشي.
اصلاح:
اصلاح ورځپاڼې هم د افغان ځواکونو وروستیو لاسته راوړنو په اړه مقاله لیکلې.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغان ځواکونه وتوانېدل چې د اختر په درېیو ورځو کې ۳۵ ترورېستې حملې شنډې کړي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، د افغان ځواکونو دغه لاسته راوړنې په ګوته کوي چې دوی تر پخوا ډير پیاوړي شوي دي.