په اختر کې خلک خوشحاله وي او نوې جامې اغوندي، له خپلوانو کره ځي او پلرونه خپل اولادونه په غېږو کې نیسي، خو د غوربند (۳۵) کلن سرتاج له پنځو کالو راهیسې کور ته نه دی تللی او په اخترونو کې د خپلو اولادونو او خپلوانو له ليدلو او خنداګانو بې برخې دی.
سرتاج د روغتون ځانګړي سره کالي اغوستي، د ناروغۍ پر بستر پروت او په رېږدېدلي غږ وايي، تر نشې مخکې مې ژوند ښه و، موټر مې درلود او له خپلې کورنۍ سره به مې په ګډه اختر په خوشحالۍ تېراوه، خو اوس نشې هر څه راڅخه اخيستي دي.
دی وایي:
"کله چې په نشو اخته شوم، نږدې دوستانو هم لاس راڅخه واخیست، جامې به مې خیرنې وې، بد حالت مې درلود، چا په خوا کې نه پرېښودم، پر ډېران به ناست وم او له ځان څخه به شرمېدلم، د اختر په ورځ به مې کور ډېر یادېده، ما چې به د خلکو ماشومان لیدل چې نوې جامې یې اغوستې دي، خپل ماشومان به مې سترګو ته ودرېدل او خفه به شوم، ما به ويل ایا دوی به هم څوک نازوي که نه؟ دوی به له چا سره د اختر مبارکي کوي؟ له دې امله به ژړا راغله."
ارواپوهان نشه یوه ذهني ناروغي بولي چې د نور وجود په پرتله پر ذهن ډېرې ناوړه اغېزې کوي.
ارواپوه هارون طوفان وايي چې کله چې نشه د انسان په ذهن کې ځاله جوړه کړي، بیا یې د اخترونو او خوښیو فکر له سره وځي او يوازې په دې اړه فکر کوي چې د نشه يي موادو پيسې څنګه تر لاسه کړي.
نوموړي وویل:
"څوک چې معتاد وي، هغه ته بهترین شی نشه يي مواد دي، له خپلوانو کره نه شي تلی، د ده په مغزو کې د اجتماعې ارزښتونو ځای نشه يي موادو نیولي وي، تاسې یو معتاد وګورئ چې د اختر غوندې خوشحاله ورځو کې به يې بوجۍ په شا او په کوڅو کې به له ډېرانونو څخه شیان راټولوي چې نشه يي مواد ورباندې واخلي."
خو له دې ګوښه توب او بدمرغیو څخه د وتلو لاره هم شته چې هغه د نشې پرېښودل دي.
د میدان وردګ ولایت محمدجان چې اوس يې نشه پرې ايښې، رنګ يې تازه شوی، پاکې جامې يې اغوستي او په یوه روغتون کې کار کوي، وايي چې زه ایله اوس د ژوند په خوند پوه شوم، داسې فکر کوم لکه دې دنيا ته چې نوی راغلم.
دی وایي:
"کله چې زه معتاد وم، اختر مې ډېر خراب و، نه په اختر او نه به په کور پوهېدم، په هېڅ به نه پوهېدم، خو اوس چې جوړ شوی یم، هر څه مې ښه دي، زه اوس په ژوند، په خپلوانو او اولاد باندې پوهېږم، په دې اختر کې مې د اولادونو او د ځان جامو ته پام کړی دی، ځان مې اختر ته چمتو کړی دی، غواړم چې ځان له سیالانو سره برابر کړم، له خپلوانو کره د اختر د مبارکۍ لپاره ولاړ شم، اوس مې د اختر په اړه ټول رواجونه ذهن ته راغلي دي."
له اولادونو او خپلوانو سره د خوښیو او اخترونو په ورځو کې ګډون، ښه خواړه، پاکې جامې اغوستل او تفریحي ځایونو ته تلل هغه اجتماعي ارزښتونه دي چې د انسانانو خوښۍ څو برابره ډېروي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې څه د پاسه دوه لکه کسان چې په مستقیم ډول نشه يي مواد کاروي، خپلې ټولې خوښۍ يې د نشو قرباني کړې دي.
راپور: محمد اياز ترنک