د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

نړۍ

امریکا په سوډان کې د پوځي واکمنانو له خوا معترضانو ځپنه وغندله

ارشیف، د سوډان د خلکو انځور
ارشیف، د سوډان د خلکو انځور

د امریکا متحدو ایالتونو په سوډان کې د پوځي واکمنانو له خوا معترضانو ځپنه وغندله او له هغوی یې وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د ملکیانو تر مشرۍ لاندې انتقالي ډلې سره بېرته تماسونه ټینګ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس پرون په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات په سوډان کې معترضانو وروستۍ حملې غندي او د دې غوښتنه کوي چې د ازادۍ له ځواکونو سره دې تماسونه بېرته ټینګ او هغه بدلونونه دې راوړي چې هدف یې د ملکیانو ترمشرۍ لاندې انتقالي ادارې ته د چارو سپارل دي.

په سوډان کې فعالان وایي، د ډیموکراسۍ پلوو کسانو د مظاهرو له ځپلو وروسته دوی په خرطوم کې د نیل له سینده څلوېښت مړي را ایستلي دي.

د سوډان له اپوزيسیون سره په اړیکه کې ډاکتران وایي چې دا جسدونه ښایي د هغو سلو کسانو له ډلې وي چې ګومان کېږي دوه ورځې مخکې په خرطوم کې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر یوه کمپ د حملې پرمهال وژلي وو.

د سوډان د ډاکترانو د مرکزي ټولنې په وینا، دا څلوېښت ترلاسه شوي جسدونه د چټک غبرګون ځواکونو نامعلوم ځای ته ولېږدول.

په سوډان کې پوځي انتقالي شورا د عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته واک په لاس کې اخیستی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي، یوشمېر کارکوونکي به یې ډېرژر له دندو د لیرې کېدو مکتوبونه ترلاسه کړي

د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزارت (آرشیف)
د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزارت (آرشیف)

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت رسما خپلو یوشمېر کارکوونکو ته ویلي چې هغوی ته به ډېرژر له دندو د لیرې کېدو مکتوبونو ورواستول شي.

دا د ولسمشر ډونالډټرمپ د هغه اقدام یوه برخه ده چې غواړي د دولتي ادارو د کارکوونکو شمېر کم کړي.

د مدیریت او سرچینو په چارو کې د بهرنیوچارو وزارت معین مایکل ریګاس پرون په یوه بیان کې وویل چې د دې وزارت یوشمېر کارکوونکي به ډېرژر د خپلو دندو د پای ته رسېدو مکتوبونه ترلاسه کړي. بیان د ښاغلي ریګاس له قوله زیاتوي چې دا وزارت به په نژدې راتلونکي کې له هغو کسانو سره چې له دې اقداماتو څخه اغېزمن کېږي، تماس ونیسي.

تراوسه روښانه نه ده چې د بهرنیوچارو وزارت په کوم شمېر کارکوونکي له دندو لیرې کوي. د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزارت په پام کې لري چې ځینې څانګې له منځه یوسي. په دې کې هغه دفتر هم شامل دی چې له امریکايي پوځیانو سره د همکارو افغانانو د مېشتېدنې چارې سمبالوي.

په بلوچستان کې د نهو یرغمل شویو پنجابي مسافرو مړي موندل شوي دي

پاکستاني پولیس له یوې چاودنې وروسته د پېښې په سیمه کې (آرشیف)
پاکستاني پولیس له یوې چاودنې وروسته د پېښې په سیمه کې (آرشیف)

پاکستاني چارواکي وايي د هغو نهو مسافرو جسدونه یې ترلاسه کړي چې وسله والو په بلوچستان ایالت کې له یوه بس څخه یرغمل کړي وو.

یوه حکومتي چارواکي نوید علم وویل چې د دې کسانو په مرمیو ویشتل شوي مړي تېره شپه په څېرمه غرونو کې وموندل شول او یوه ایالتي ویاند شاهد رِند وویل چې دا مسافر پرون له یوه بس څخه یرغمل شول. ښاغلي رند زیاته کړه چې د پېښې قربانیانو په ناامنه بلوچستان کې د کارګرانو په توګه کار کاوه او په پنجاب کې خپلو کورونو ته روان وو.

د دې وژنې پړه کومې ډلې نه ده منلې خو بلوڅ بېلتونپالو له دې مخکې په ورته پېښو کې د پنجاب ایالت د اوسېدونکو د وژنو مسوولیت منلی دی.

وسله والو باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند مخکښ سیاستوال مولانا خانزیب وژلی دی

پاکستاني پولیس او روغتیايي چارواکي وايي، وسلوالو د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ سیاستوال او ولسي مشر مولانا خانزېب او د هغه یو ملګری وژلی او درې تنه یې ژوبل کړي دي.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل، نوموړی د باجوړ په مرکز خار کې په موټر کې روان وو چې په شنډي موړ کې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

دی زیاتوي، مولانا خانزېب ځای پر ځای وژل شوي خو په موټر کې ورسره سپاره درې کسان ژوبل شول.

اخوا د باجوړ د مرکزي روغتون چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې له خانزېب سره په موټر کې ناست یو بل کس هم وژل شوی او درې تنه ژوبل دي چې درملنه یې روانه ده.

په پاکستان او افغانستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ څارونکې ناحکومتي ادارې خراسان ډایري پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې مولانا خانزېب په سیمه کې د راتلونکي "سولې مارچ یا لاریون" لپاره په کیمپېن بوخت وو.

پر نوموړي د برید مسولیت لا چا نه دی منلی.

مولانا خانزېب د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی او د دیني عالمانو د څانګې مشر وو. هغه له کلونو راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ او د بشري حقونو سرغړونو پرضد ولسي او سیاسي مبارزه کوله.

هغه په ناوګۍ تحصیل کې زېږېدلی وو او د عوامي نیشنل ګوند د پخواني ضلعي مشر شیخ جانزاده کشر ورور وو.

مولانا خانزېب د ۲۰۲۴ز کال په انتخاباتو کې له خپلې ضلعې څخه د قامي اسمبلۍ څوکۍ ته د عوامي نیشنل ګوند نوماند وو.

عوامي نیشنل ګوند پر نوموړي د برید "سخته غندنه" کړې او د هغه پر وژنه یې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

ګوند پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه د صوبايي مشر میا افتخار حسین له خولې لیکلي دي چې په راتلونکو درې ورځو کې د ګوند ټولې چارې ځنډوي.



روبیو؛ د بشري حقونو پر مدافع وکیلې فرانچسکا البانزه تحریمونه وضعه کوو

د بشري حقونو مدافع وکیله فرانچسکا البانزه
د بشري حقونو مدافع وکیله فرانچسکا البانزه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د ملګرو ملتونو پر خپلواکې څیړنکې فرانچسکا البانزه چې په فلسطیني سیمو کې يې د بشري حقونو د نقض په اړه راپور چمتو کړی تحریمونه وضعه کوي.

وربیو د چهارشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،" د امریکا او اسراییلو پر وړاندې د البانزه سیاسي او اقتصادي جګړه نوره د زغم نه ده، موږ په ګډه له خپلو مشروعو حقونو دفاع کوو".

د اسوشیټډپرس خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا داسې مهال پر البانزه د تحریمونو د وضعه کولو پریکړه کوي چې پر ملګروملتونو د واشنګټن هغوو فشارونو پایله نه ده ورکړې چې غوښتل يې هغه له دندې لیرې کړي.

ایټالیوۍ فرانچسکا البانزه چې د بشري حقونو مدافع وکیله ده، په فلسطین کې يې د اسراییلو جګړه "نسل وژنه" یاده کړې ده.

امریکا او اسراییلو بیا دا تورونه رد کړي دي.

تیره اونۍ په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولۍ یو بیان ورکړ چې په کې د البانزه د لیرې کیدو غوښتنه شوې وه.

په بیان کې البانزه د "یهودیت او اسراییلو ضد" د سیاسي جګړه له کبله تورونه شوې وه.

په بیان کې راغلي وه چې د البانزه تورونه د نسل وژنې په اړه سم نه دي.

د اسراییلو او حماس ترمنځ د ۲۰۲۳کال په اکټوبر میاشت کې جګړه پیل شوه.

تراوسه په دې جګړه کې نژدې ۶۰ زره فلسطینیان وژل شوي او غزه له بشري ناورین سره مخ ده.

روسیې نن سهار پر اوکرایین تازه د بې پیلوته الوتکو بریدونه کړي

روسیې نن سهار د اوکرایین پر پلازمینه کیف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.

اوکرایین چارواکي وايي، د بې پیلوټه الوتکو پاتي شونو په څو سیمو کې اور بل کړی دی.

د راپورونو له مخې، دوه کسان ټپیان شوي او د اوکرایین په ډیرو ښارونو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.

اوکرایین یو ځل بیا د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې له خپلو لویدیزو متحدانو د دفاعي وسلو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسیي سیال سرګي لاوروف سره کتلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د اسیان سرمشریزې په څنډه کې کتلي دي.

دا کتنه په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکرایین د جګړې له دوامه ناخوښ دی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین يې د سولې په اړه په "بې مانا" څرګندونو تورن کړی دی.

ټرمپ په وروستیو کې اوکرایین ته د دفاعي وسلو له ورکړې سره موافقه کړې او پر روسیې د نویو تحریمونو د وضعه کولو په اړه فکر کوي.

خو مسکو بیا د ټرمپ په ځواب کې ویلي، " له واشنګټن سره د خپلو اړیکو رغولو ته دوام ورکوي".

روبیو د اسیان په سرمشریزه کې له مالیزیايي چارواکو سره هم کتلي او په سیمه کې یې د امریکا په ګټو تاکید کړی دی.

د اسیان سرمشریزه چې په کلنې ډول د جنوب خیتځې اسیا د هېوادونو مشرانو له خوا جوړیږي موخه يې د سیاسي همکاریو سربیره، د غړیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، امنیتي او فرهنګي همکاریوو رامنځته کول دي.

د پي کې کې مشر له خپلو پلویانو غوښتي چې وسله واله مبارزه پریږدي

د ترکیې د پي کې کې ګوند بندي مشر عبدالله اوجالان یو ځل بیا له خپلو پلویانو غوښتي چې له وسله والې مبارزې په شا شي.

هغه چې د لومړي ځل لپاره په تیرو ۲۶کالونو کې په یوه ویډيو کنفراس کې راڅرګند شوی وو، له خپلو پلویانو وغوښتل چې وسله واله مبارزه دې پریږدي.

د اوجلان دا خبرې د جون په ۱۹ نیټه ثبت او پرون سه شنبې د ای این اف تلویزیوني شبکې له لارې خپرې شوي.

اوجلان له ۱۹۹۰ کال راهیسې استانبول ته نژدې په یوه ټاپو کې په زندان کې ساتل کیږي.

هغه د فبرورۍ په میاشت کې خپل ګوند منحل کړ او له پلویانو يې وغوښتل چې وسله واله مبارزه پریږدي.

ټرمپ په تیرو ۲۴ساعتونو کې دوه ځلې نتانیاهو سره لیدلي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په تیرو ۲۴ساعتونو کې دوه ځلې په سپینه ماڼې کې کتلي دي.

په دې کتنه کې چې، چې پرون (سې شنبې وشوه) او یو ساعت يې دوام درلود دواړو خواوو د غزې د وضعیت په اړه خبرې کړي.

ټرمپ له دې وړاندې د غزې وضعیت بحراني بللی و.

د ټرمپ او نتانیاهو په داسې حال کې سره لیدلي چې ویل کیږي د اسراییل او حماس ترمنځ به د امریکا په منځګریتوب دوه میاشتنۍ اوربند وشي.

د هند په کجرات ایالت کې د پل د نړیدو په پېښه کې لس کسان وژل شوي دي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د هند په لودیز کجرات ایالت کې د یوه پل د نړیدو په پېښه کې لس کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

رویترز خبري اژانس لیکلي، پېښه پرون سه شنبې هغه مهال رامنځته شوه چې پر پل ګڼه ګوڼه زیاته وه.

تراوسه معلومه نه ده چې پل ولې نړیدلی خو د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په اړه يې پلټنې پیل شوي دي.

له دې وړاندې د هند په شمال خیتځ کې د ریل ګاډي لپاره د یو پل د نړیدو په پېښه کې ۲۶کسان وژل شوي وو.


د امریکا او اسراییل مشرانو د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې دوه ځله سره لیدلي دي

د امریکا او اسراییل مشران
د امریکا او اسراییل مشران

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو پرون ماښام ( د چنګاښ ۱۷مه) بیا په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل.

دا په ۲۴ ساعتونو کې د دواړو مشرانو دویم ځلي لیده کاته و.

رویټرز اژانس لیکلي چې بیګني ملاقات څه باندې یو ساعت وخت اخیستی او داوړه مشران د غزې پر ناورین غږیدلي دي.

تر دغه ملاقات وړاندې ډونالډ ټرمپ خبریالانو سره خبرو کې د غزې وضعیت یو " ناورین" بللی او په خبره یې دی او نتنیاهو دواړه غواړي چې حل شي.

دغه لیده کاته داسې مهال ترسره کیږي چې د راپورونو له مخې د غزې د جګړې دواړه لوري د امریکا په منځګړیتوب د غزې د دوه میاشتني اوربند د وړاندیز شوې طرحې پر ارزونه بوخت دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG