د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د ولسمشر غني د دندې دوام په دواړو قوانینو کې څه حکم کوي؟


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د یو شمېر کاندیدانو شورا ټینګار کوي چې ولسمشر اشرف غني دې د افغانستان د اساسي قانون له مخې له نن څخه چې د غبرګولي لومړۍ نېټه ده واک پرېږدي یا دې سرپرست حکومت ته وسپاري.

دغه شورا چې په‌کې ۱۲ کاندیدان راټول شوي دغه‌راز وایي چې که ښاغلی غني غواړي د سرپرست حکومت د مشر په توګه کار ته دوام ورکړي باید د ولسمشرۍ له کاندیداتورۍ تېر شي.

خو بل لور ته د انتخاباتو قانون بیا د انتخاباتو د ځنډېدو په صورت کې چې د تلې د میاشتې ۶مه ته ځنډېدلي، د انتخاباتو تر ترسره کېدو پورې د ولسمشر د دندې پر دوام ټینګار کوي.

د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري دغه تناقض د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ له اجرائیوي مشر یوسف رشید سره په مرکه کې څېړلې ده او لومړی یې ورڅخه پوښتنه کړې چې په‌دې برخه کې دواړه قوانین څه حکم کوي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG