د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه زما حق» ځانګړې خپرونو د دې اوونۍ پروګرام مو د کابل ولایت د رایو د وروستیو پایلو څرنګوالي ته ځانګړی کړی دی.
بالاخره له یوه اوږده ځنډ وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې وتوانېد چې د کابل ولایت د ولسي جرګې وروستۍ پایلې اعلان کړي.
د دغو پایلو په اعلان سره د ولسي جرګې ۲۵۰ غړي بشپړ شول او افغان ولسمشر محمد اشرف غني ملت ته د ولسي جرګې د استازو د بشپړېدو له امله مبارکي وویله.
محمد اشرف غني چې تمه وښوده چې د ملي شورا اوولسمه دوره به بریالۍ دوره وي.
- ایا دغه پایلې شفافې اعلان شوې؟
- د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به وتوانیږي چې له دې جنجالي پایلو وروسته د جمهوري ریاست انتخاباتو ته له مهال ویش سره سم چمتوالی پرمخ یوسي، دا به په دغه پروګرام چې رحمت الله افغان چمتو کړی د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورو: