نړۍ
ګوګل، فیسبوک او یوټیوب: د ترهګرو ریښې د انټرنیټ په شبکو کې وچوو
وروسته تردې چې د مارچ په میاشت کې په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو برید وشو، د نړۍ د ټکنالوژي سترو شرکتونو د ګوګل، فیسبوک او یوټیوب په شمول ژمنه وکړه چې د ترهګرو ډلو ریښې به د انټرنیټ په شبکو کې وچې کړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې د ګوګل، فیسبوک، ټویټر او مایکرو سافټ د شرکتونو د رئیسانو کوربه و.
دغو شرکتونو د «کریسټ چرچ» په نوم یو تړون لاسلیک کړی دی چې پلي کیدل یې اجباري نهدي.
د مارچ په میاشت کې یوه وسلهوال چې په خولۍ کې یې کمره ایښې وه او د فیسبوک له لارې یې ژوندۍ خپرونې کولې د نیوزیلنډ په کریسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو برید وکړ او یو پنځوس کسان یې ووژل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
متیو سالویني: ایټالوي بیړۍ به د هرموز تنګي څارنې ته نه لېږل کیږي
د ایټالیا مرستیال صدر اعظم متیو سالویني وایي، د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته هیڅ ایټالوۍ بیړۍ د ملګرو ملتونو له اجازې پرته د هرموز تنګي څارنې ته نه لېږل کیږي.
د ایران له خوا د هرموز تنګي تړلو د نړۍ په کچه د انرژۍ ناورین رامنځته کړ او ډیری هېوادونه په ځانګړې توګه ایټالیا یې اغیزمنه کړه.
دغې چارې یوشمېر اړخونه، له هغې ډلې د ایټالیا لیګ ګوند د دې خبرې مطرح کولو ته وهڅول چې ووایي له روسیې څخه بیا د تیلو او ګازو پېرل پیلوي.
خو د ایټالیا مرستیال صدر اعظم وایي، د اوکراین د جګړې تر پای ته رسیدو پورې داسې کار امکان نه لري.
د رویټرز د راپور له مخې، ایټالیا د ناټو د ځینو نورو غړو په څېر تېره اونۍ د امریکا پوځي الوتکو ته چې منځني ختیځ ته پر لاره وې، په خپلو هوایي ډګرونو کې د ناستې اجازه ورنه کړه.
هګیسټ؛ ایران تر فشار لاندې اوربند ومنه او نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګیسټ وايي،"ایران تر فشار لاندې اوربند ومنه او نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي".
هغه نن چهارشنبې په یوه خبري کنفراس کې وویل،"موږ د ایران دفاعي او صنعتي زیربناوې له منځه وړي، دوی (ایرانیان) نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي".
د هغوو په ټکو،" د دغو زیربناوو ویجاړیدل زموږ ماموریت و".
هګیسټ وړاندې وویل،"ولسمشر ټرمپ دا ځواک درلوده چې په څو دقیقو کې د ایران اقتصاد له منځه یوسي خو هغه پر ایرانیانو رحم وکړ او په دغو موخو يې بریدونه ونه کړل، نو ځکه ایران تر ډیر فشار لاندې اوربند ومنه".
د هغه په ټکو،" د ایران نوی حکومت باید پوه چې دغه هوکړه د هغه برخلیک څخه ډیره ښه ده چې د دوی په تمه و".
ایران او امریکا پرون شپه ناوخته پر دوه اوونیز اوربند هوکړه وکړه.
اسراییلو د لبنان پر جنوب بریدونه کړي
اسراییلو د لبنان پر جنوب بریدونه کړي.
د ازادي راډيو فردا څانګې د راپور له مخې،"اسراییلو نن سهار د لبنان پر صور ښار بریدونه کړي دي".
بل پلو، اسراییلو د لبنان د جنوبي ښارونو اوسیدنکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو مېنو ووځي.
دا تازه بریدونه په داسې حال کې دي چې امریکا او ایران تیره شپه ناوخته د دوو اوونیو لپاره پر اوربند سلا شول.
رویتز خبري اژانس د دریو سرچینو په حواله راپور ورکړی تمه ده د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله ډله د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په اړه خپل دریځ په یو بیان کې روښانه کړي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن سهار وختي له اوربند وروسته وویل،"اسراییل، لبنان د دغه اوربند برخه نه ګني".
ولکر ترک؛ پر ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وايي،" پر ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی".
ولکر ترک د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي،"د نړیوالو حقونو له مخې پر ملکیانو او ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی او هر هغه څوک چې دغه نړیوال جریم ترسره کوي باید په محکمه کې ځواب ووايي".
ترک پرته له دې چې د ایران نوم واخلي، په منځنۍ ختیځ کې روانه جګړه غندلې ده.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ وو، که ایران جوړجاړی ونه کړي او د هرمز تنګی خلاص نه کړي، نو د دې هېواد د انرژۍ پر تاسیساتو او پلونو به بریدونه وکړي.
د مشهد والي د اسراییل له خبرداري وروسته د رېلګاډو تګ راتګ وځنډاوه
په ایران کې پر ریلګاډو د اسراییل د احتمالي برید له کبله د مشهد والي اعلان وکړ چې د ټولو ریلګاډو تګ راتګ تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.
د اسراییل پوځ په یوه خبرداري کې، چې نړیوالو خبري اژانسونو هم خپور کړی، د ایران له خلکو غوښتي چې د نن ماښام تر ۹ بجو (سېشنبه ۱۸ حمل) پورې په رېلګاډو کې له سفر څخه ډډه وکړي او رېللارو ته نژدې نه شي.
د اسراییل پوځ ویلي چې په رېلګاډو کې سفر او یا رېل پټلیو ته نژدې کېدل د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکلي ضربالاجل وخت په پوره کېدو دی. ټرمپ تر نن ماښامه پورې ایراني چارواکو ته مهلت ورکړی او ویلي یې دي که د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه هوکړه ونه شي، نو د ایران برېښناکوټونه او پلونه به بمباري شي.
په استانبول کې د اسراییل کونسلګرۍ ترڅنګ په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي
د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې په استانبول کې د هغې ودانۍ ترڅنګ، چې د اسراییل قونسلګري پکې موقعیت لري، د ډزو په پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي.
د دې پېښې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ډزو له پیل سره سم ګڼ شمېر پولیس سیمې ته رسېدلي دي.
ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دا مهال په ترکیه کې هېڅ اسراییلي ډیپلومات نه شته.
په ویډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي چې پولیس د ډزو د غږ له اورېدو سره سم خپلې وسلې راباسي او پناه اخلي. همداراز په یوه صحنه کې یو کس لیدل کېږي چې په وینو لړلی پر ځمکه پروت دی.
سعودي وايي، هوايي دفاعي سیستمونو یې د ۱۱ توغندو مخه نیولې ده
د سعودي عربستان رسنيو د سېشنبې په ورځ د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د هوايي دفاع سیستمونو یې د هېواد په ختیځو سیمو کې ۱۱ بالستیک توغندي شنډ او له منځه وړي دي، او د ځینو توغندیو پاتې شوني د انرژۍ تاسیساتو ته نژدې لوېدلي دي.
د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې په لومړي سر کې څلور توغندي شنډ شول، او وروسته اووه نور بالستیک توغندي هم، چې همدې سیمې ته توغول شوي وو، له منځه یوړل شول.
چارواکو ویلي چې د احتمالي زیانونو ارزونه روانه ده.
په همدې حال کې، په خواله رسنیو کې د الجبیل په صنعتي سیمه کې د اور لګېدو تصویرونه خپاره شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس هم د سعودي د سرچینو په قول ویلي چې د دغه هېواد پر پېټروکیمي (کیمیاوي صنعت) تاسیساتو باندې برید شوی دی.
د الجبیل سیمه د انرژۍ او پېټروکیمي مهم تاسیسات لري.
په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو وار بیا لوړې شوې
د تېلو بیې نن (سې شنبې) وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ایران ته ګواښونه وکړل، یو وار بیا لوړې شوې.
ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلي ضربالاجل پورې هرمز تنګی نه پرانیزي، نو د دې هېواد ملکي تاسیسات به په نخښه شي.
په مقابل کې، تهران ګواښ کړی چې که دا کار وشي، نو د خلیج په سیمه کې به د انرژۍ تاسیسات په نخښه کړي.
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د بوشهر اتومي بټۍ په شاوخوا کې د بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه
د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافائل ګروسي، د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې د بوشهر اتومي بټۍ (د ایران په جنوب کې) پر شاوخوا سیمو باندې د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه وکړه.
د ښاغلي ګروسي په وینا، پر دې اتومي بټۍ یا د هغې پر شاوخوا سیمو برید «د اتومي خوندیتوب لپاره یو ډېر ریښتینی خطر دی او باید سمدستي ودرول شي».
د راپور له مخې، د متحدم ایالتونو او اسرائیل له خوا پر ایران د ګډو بریدونو له پیل څخه چې تر اوسه شاوخوا ۴۰ ورځې تېرې شوې، د بوشهر د ۱۰۰۰ میګاواټه اتومي بټۍ څلور ځله په نښه شوې ده. وروستی برید د تېرې شنبې په ورځ شوی و.
رافائل ګروسي زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې په یوه پېښه کې بم یوازې ۷۵ متره لرې له بټۍ ولګېد. هغه خبرداری ورکړ چې پر دې ځای برید «یوه جدي راډیولوژیکي پېښه رامنځته کولی شي، چې د ایران دننه او له دې هېواد بهر د خلکو او چاپېریال لپاره به زیانمنې پایلې ولري».
د اروپايي شورا ريیس پر ملکي تاسیساتو بریدونه عیرقانوني وبلل
د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا ویلي چې د ملکي زیربناوو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تاسیساتو په نخښه کول غیرقانوني او د منلو نه دي.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي:
«د منځني ختیځ له پنځه اوونیزې جګړې وروسته، ښکاره ده چې یوازې ډیپلوماټیک حل کولای شي د دې بحران ریښې ختمې کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ ایران ته ضربالاجل ټاکلی چې هرمز بېرته پرانیزي، که نه د دغه هیواد برېښناکوټونه به له منځه یوسي.
ویل کېږي چې دا تنګی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سپاه پاسداران له خوا تړل شوی دی.
کوستا له ایران وغوښتل چې بریدونه ودروي او د سمندري تګ راتګ ازادي بېرته تأمین کړي.