دا اوونۍ د مخکښو ښځو په خپرونه کې له یوې افغانې تکړه مېرمنې حمیرا حقمل سره غږیدلي یو. هغه په افغانستان کې له ولسواکۍ نه د افغان مېرمنو د ملاټړ بنسټ اجرائیوي مشره ده.
نوموړې تردې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیاله، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاده، په میدان وردک ولایت کې د سولې عالي شورا غړې او د ښځو چارو رئیسه پاتې شوې.
اغلې حقمل د سیاسي علومو په برخه کې ماسټري کړې ده او کلونه یې د افغان ښځو او ځوانانو لپاره کار کړی دی.
دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ: