د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

ولې د کابل ولایت د انتخاباتو وروستۍ پایلې وځنډېدې؟


ارشیف، په کندهار کې یو تن خپله رأیه کاروي, 27 October 2018
ارشیف، په کندهار کې یو تن خپله رأیه کاروي, 27 October 2018

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ پروګرام د کابل ولایت د رأیو پایلو ته ځانګړی شوی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سېکهانو او کوچیانو د حوزو په ګډون د ۳۲ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې، خو لاهم د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان شوې.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د کابل ولایت په انتخاباتو کې زیاتې درغلۍ شوي، که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړي، خو کمېسیون وايي چې په‌دغو پایلو زیات اعتراضونه ورسره ثبت شوي دي.

یو شمېر معترضو کاندیدانو د دغو انتخاباتو د پایلو د باطلېدو غوښتنه کړې، خو یو شمېر نور بیا وايي چې باید دغه د انتخاباتو وروستۍ پایلې ژر اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تازه اعلان کړی چې د دغو انتخاباتو لومړي «ریزلټ شیټونو» ته به بېرته مراجعه کېږي.

دا چې؛

  • ولې د کابل ولایت د انتخاباتو وروستۍ پایلې وځنډېدې؟
  • ستونزه په‌کې څه وه؟
  • دغه پایلې به کله اعلان شي؟

دا هر څه په همدې بحث کې رانغاړل شي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:28 0:00
مستقیم لېنک

دا پروګرام رحمت الله افغان چمتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG