په مسکو کې نن پر افغان سولې خبرې کيږي. پهدې غونډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد برخه اخلي.
د سولې دا هڅې او سیمې ته د خلیلزاد نوي سفر ته څومره هیلې شته چې د افغانستان له څو لسیزو روانه لانجه به هواره کړي؟
د ازادي راډیو په اوونیز پروګرام کې د «ازادۍ په څپو کې» کې پرې بحث لرو چې د بحث لومړۍ برخه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د افغانستان د سولې په اړه د روسیې، چین او د امریکا د متحد ایالاتونو درې اړخيزه غونډه نن په مسکو کې ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پهدې غونډه کې برخه اخلي.
ښاغلي خلیلزاد سیمې ته تر خپل اووم سفر مخکې په ټویټر کې لیکلي و چې دا ځل یې هدف دا دی چې د افغانستان د سولې په برخه کې د نړیوالو ملاتړ جذب کړي.
د ازادي راډیو په اوونیز پروګرام کې د «ازادۍ په څپو کې» کې پرې بحث لرو چې د بحث دوهمه برخه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: