د مخکښو ښځو پهدې خپرونه کې له صالحې اسحاقزۍ خالقي سره خبرې کوو چې د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ په وزارت کې د عامه اړیکو او په رسنیو د څار ځانګړې سلاکاره ده.
هغې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه د لېسانس سند اخیستی.
د پلازمېنې زون په پراختیایي اداره کې یې د کار تر څنګ، د جرمني په هامبورګ ښار کې د افغان کډوالو د وضعیت ښه کېدو لپاره رسمي دنده ترسره کړې او کلونهیې په ملي او نړیوالو رسنیو کار کړی او د خلکو غږ یې پورته کړی دی.
صالحه وایي، شااوخوا ۴۰ کالهیې په ټولنه کې مدني فعالیتونه ترسره کړي چې له دغو فعالیتونو خوښه ده.
دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ: