د ګلبدین نائب په مشرۍ د کرکټ نړیوال جام ته نن د دوشنبې په ورځ افغان ټيم اعلانېږي.
دا خبره د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وکړه.
تمه ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د جون او جولای په میاشتو کې د انګلستان او وېلز په کوربهتوب په نړیوال جام کې له قوي ټیمونو سره مخ شي.
د کرکټ بورډ له عمومي رئیس عزیزالله فضلي سره د ازادي راډیو خبریال صفيالله ستانکزي مرکه کړې او لومړی یې د ملي ټيم له نوي کېپټان ګلبدین نائب سره د لوبغاړو د تازه ژمنې په اړه پوښتنه کړې.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: