د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د شکایتونو کمېسیون: ۲ اونیو کې به د پاتې ولایتونو انتخاباتي پایلې وروستۍ شي


آرشیف ، په معلول په جوزجان کې خپله رایه کاروي. October 20 2018
آرشیف ، په معلول په جوزجان کې خپله رایه کاروي. October 20 2018

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، تر راتلونکو دوو اونیو به د کابل په ګډون د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې وروستۍ شي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، د ولسي جرګې د نویو غړیو دوه ثلثه له دې وړاندې اعلان شوي او که حکومت وغواړي، کولای شي د قانون پر اساس نوې ملي شورا پرانېزي.

د دغه کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که حکومت د ټولو ولایتونو د پایلو اعلان ته په تمه دی، دا پایلې ممکن تر دوه راتلونکو اونیو به وروستۍ شي.

د ښاغلي الیاسي په خبره، د کابل حوزې د ولسي جرګې انتخاباتو پر پایلو د شنبې له ورځې کار پیل شوی او ممکن تر دوه نوور اونیو وخت ونیسي.

دی وايي:

"د کوچیانو حوزه پاتې چې ښایي د یکشنبې یا دوشنبې په ورځ وروستۍ شي، د پکتیا هم په خلاصېدو ده، ښایي د شنبې په ورځ را واستول شي، کندز، بغلان او میدان وردګ پاتې ولایتونو دي چې د راتلونکې اوونۍ تر پای به له کابل او ځینو حوزو پرته وروستۍ شي."

تمه وه چې د افغانستان ولسمشر یو نیمه میاشت وړاندې یعنې د حوت په ۱۶مه نېټه د ملي شورا ۱۷مه دوره د ولسي جرګې له نویو غړیو سره پرانېزي، خو د ټولو ولایتونو د پایلو د نه وروستۍ کېدو له امله افغانستان اوس مقننه قوه نه‌لري.

د دغه هېواد د ولسي جرګې انتخابات د تېر لمریز کال د میزان میاشتې په وروستیو کې وشول او افغان حکومت په‌دغو انتخاباتو کې د پراخو درغلیو د ادعا پر اساس د انتخاباتو قانون تعدیل کړ.

د دغه قانون له تعدیله وروسته د انتخاباتي کمېسیونونو پخواني غړي عزل او ممنوع الخروج اعلان شول.

د انتخاباتي کمېسیونونو پخواني غړي په کمزوري مدیریت او له وظیفوي صلاحیتونو د ځان په ګټه اخېستنې تورن دي.

اوس چې د انتخاباتي کمېسیونونو د نويو غړیو د کار له پیله یو میاشت کېږي، نوي غړي هم تردې دمه په میزان میاشت کې د انتخاباتو د وروستیو پایلې پر اعلان نه‌دي توانېدلي.

له دې سره د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په تمه ده چې انتخاباتي کمېسیونونه د ټولو پاتې ولایتونو پایلې وروستۍ کړي، څو حکومت د ملي شورا اوومه دوره په نوي جوړښت پرانېزي.

آرشیف، د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال
آرشیف، د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د یو شمېر ولایتونو پایلې تر اوسه نه‌دي اعلان شوي، هیله‌مند یو چې انتخاباتي کمېسیونونه ژر تر ژره پایلې اعلان کړي، څو موږ وکړای شو نوی پارلمان له نوي جوړښت سره اعلان کړو."

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي و، کله چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پاتې ولایتونو پایلې ور واستوي دوی به یې ژر اعلان کړي.

د دغه کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ له ازادي راډيو سره په خبرو کې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه دا هم غوښتي چې ژر تر ژره دې د پاتې ولایتونو پایلې وروستۍ کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG