د راډیويي مجلې دا ګڼه په لاندې مطالبو راښکلې شوې ده:
- د ریدي ګل مشاعرې په اړه اجمل ارین راپور لري.
- په هنر جاج کې له وتلي ممثل ممنون مقصودي سره د افغانستان د تیاتر په وضعیت خبرې شوي.
- فنکار برخه کې له لیکوال او شاعر امانالله امان نورستاني سره خبرې شوي.
- په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (ځوانه نجلۍ او سپین ږیری) واوروئ.
- په ادب جام کې به په کندهار کې د مولوي نور محمد نوري د ژوندانه له احواله خبر شو.
- او په ورېښمین خیال کې به دکلمه شوی نظم واورئ.
دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوبشاه محبوب