د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۶

د قیمتي ډبرو سوداګره حمیدي وایي اکثره پېرودونکي یې بهرنیان دي


ناهید حمیدي، د ازادي راډیو په یوه اوونیز پروګرام کې, 17 March 2019
ناهید حمیدي، د ازادي راډیو په یوه اوونیز پروګرام کې, 17 March 2019

ناهید حمیدي هغه افغانه سوداګره ده چې د قیمتي ډبرو او زېوراتو د جوړېدو او پلور په برخه کې فعالیت لري.

ناهید له دې سره د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې د بورډ غړې هم ده.

له کلونو راهیسې یې دا سوداګري پیل کړې او زیاتره وخت بهرنیو هېوادونو ته هم قیمتي ډبرې او غمي صادروي.

نوموړې وایي اکثره پېرودونکي یې بهرنیان دي.

اغلې حمیدي په هند کې د تجارت په برخه کې د ماسترۍ تر کچې زده‌کړې کړي او د قیمتي ډبرو د پېژندلو او پروسس په برخه کې یې هم روزنه لیدلې ده.

هغه د «شګرف» په نوم د یوه تولیدي شرکت مشره هم ده.

دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG