د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشه يي موادو په اړه مو د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه کړې:
په یوه راپور کې اورئ چې د سيګار د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو اړولو پروګرام بريالی نه و.
په یوه بل راپور کې به په زور د اعتياد پرېښودلو د ناوړو عواقبو په اړه واورئ.
د مرکو په لړ کې مو د حج او اوقافو سرپرست وزير عبدالحکيم منيب سره د نشه يي موادو پر وړاندې په مبارزه کې د حج او اوقافو وزارت د مسئوليتونه په اړه مرکه کړی او په وروستۍ برخه کې په زړه پورې ډرامه هم اورېدلای شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: