د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

د افغانستان د سولې د بین‌الافغاني کېدو هڅې به نتیجه ورکړي؟


ارشیف، په قطر کې له طالب استازو سره د سولې په اړه ناسته, March 12, 2019
ارشیف، په قطر کې له طالب استازو سره د سولې په اړه ناسته, March 12, 2019

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د حکومتي او سیاسي ډلو د ګډو پلاوي د جوړېدو په لټه کې دی.

بل‌خوا طالبان لا هم پر دې ټینګار کوي چې له هغو افغانانو سره د سولې خبرو ته نه کښیني چې د حکومت استازیتوب کوي.

دا مسئله د ازادي راډیو په اوونیز «ازادۍ په څپو کې» پروګرام کې له مېلمنو سره څېړو چې د بحث لومړۍ برخه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:54:30 0:00
مستقیم لېنک

تمه ده چې د اپریل په ۱۹مه د افغانستان د حکومت او سیاسي مشرانو ګډ پلاوی د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازیو سره خبرې پيل کړي.

د دې درې ورځنۍ غونډې تر پیلېدو مخکې ستونزې دا دي چې د افغان حکومت او سیاسي مشرانو ګډ پلاوی باید تشکیل شي او طالبان دا ومني چې د افغانستان د حکومت له استازیو سره د سولې خبرو ته چمتو دي.

دا مسئله د ازادي راډیو په اوونیز «ازادۍ په څپو کې» پروګرام کې له مېلمنو سره څېړو چې د بحث دوهمه برخه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:49:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG