د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

حقوق پوهان: د انتخاباتو قانون خپله د کمېسیون له لوري تر پښو لاندې شوی


ارشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د لوحې ترڅنګ ولاړ پولیس
ارشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د لوحې ترڅنګ ولاړ پولیس

د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه زما حق» د دې اوونۍ بحث مو زیاته برخه مو د «اېس اېن.ټي. وي» او «اېم.ډي.ار» سیسټمونو پر اساس د انتخاباتو ترسره کېدو او دغه شان د انتخاباتو لپاره د بودجې او د امنیت اړوندو موضوعاتو ته ځانګړی کړی.

د افغانستان انتخاباتو په نوي قانون کې «اېس اېن.ټي. وي» سیسټم «اېم.ډي.ار» ته اوښتی، خو په یاد قانون کې یادونه شوې چې د جمهوري ریاست انتخابات باید په زاړه او د ولایتي شورا او ولسوالیو شورا انتخابات په نوي سیسټم ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسوالیو شوراګانو انتخابات نه‌شي ترسره کولی او د ولایتي شوراګانو انتخابات به هم په زاړه سیسټم ترسره کېږي.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه او د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي چې سر له اوسه د انتخاباتو قانون خپله د کمېسیون له لوري تر پښو لاندې شوی.

په‌دې اړه نور جزئیات په همدې پروګرام کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:31 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG