د دې اوونۍ د لوبو له میدانه په خپرونه کې مو دا مطالب او موضوعات راټول کړي:
د خپرونې په پیل کې د اوونۍ څو مهم ورزشي خبرونه لرو.
ورپسې مو د افغانستان د غېږ نیونې فدراسیون له اجرائیوي رئیس جمالالدین هاشمي سره د دغه فدراسیون د لاسته راوړنو او پر وړاندې يې د پرتو ستونزو په اړه مرکه هم کړې.
دا شان د افغانستان د سوک وهنې د ملي لوبډلې له لوبغاړي فرهاد نوري څخه اورئ، چې اوسمهال د کومو سیالیو لپاره په تمریناتو بوخت دی.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: