په روان شمسي کال کې د ننګرهار ولایت څه د پاسه لسو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي او څو ورځې وروسته به د کوکنارو نېښ وهل او تریاکو را ټولول پیل شي.
د ننګرهار ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې رئیس ادریس ساپي ازادي راډیو ته وویل، دوی څو میاشتې مخکې د بزګرو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او غواړي بزګران دې ته وهڅوي چې په خپلو ځمکو کې د خاشخاشو پر ځای نور تخمونه وکري.
ښاغلي ساپي زیاته کړه، دوی پر دې سربېره د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د بدیل معیشت پروګرامونه هم پیل کړي.
دی وايي:
"موږ غواړو چې د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې یو نوی پروګرام پیل کړو، د دې پروګرام په چوکاټ کې به په هغو سیمو کې چې هلته کوکنار کرل کېږي، د ستروس او ګلابو بوټي رواج کړو. د دې ولایت په ۹ ولسوالیو کې مخکې لا د بدیل معیشت پروګرام پیل شوی چې له دې ډلې څخه په شپږو ولسوالیو کې باغونه، شنې خونې او داسې نورې پروژې عملي شوې او بزګران په مستقیم ډول ګټه ځنې اخلي."
پروسږکال د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي و چې د جګړو او ناامنیو له امله افغان ځواکونو و نه شوای کولای هلته د کوکنارو کښتونه واړوي.
د ننګرهار ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ریاست وايي چې دوی د کوکنارو د کښتو اړولو طرحه جوړه کړې او د مالي مرستو تر لاسه کولو لپاره یې د امریکا له نشهيي موادو سره د مبارزې او قانون عملي کولو ادارې یا «INL» او افغانستان له امنیتي ادارو سره شریکه کړې ده.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل پهدې ولایت کې د کوکنارو د کښت دوام د ناامنۍ، روغتیايي ستونزو او معتادینو د ډېروالي عمده لامل بولي.
دی وايي:
"زموږ غوښتنه دا ده چې بايد له نشهيي موادو سره مبارزه دوامداره وي او بدیلو کښتونو ته هم پام وشي لکه د ګلابو او زعفرانو بوټې، د کینو ونې او داسې نور بديلونه، زموږ هیله دا ده چې په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو کښت صفر شي."
د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې د امریکا د څارنې ځانګړې ادارې يا سیګار د تازه راپور پر اساس په روان میلادي کال کې د ننګرهار په ګډون د افغانستان په ډېری ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي.
راپور: مرسلین ارسلا
د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: