نړۍ
پلټونکی: سعودي چارواکو د امازون کمپنۍ د اجرائیه مشر ټیلیفون هک کړی
د امازون کمپنۍ له لوري یو کرایه شوی امنیتي پلټونکی وايي چې د سعودي عربستان چارواکو د امازون شرکت د اجرائيه رئيس جیف بیزوس ټيليفون هک کړی او د هغه شخصي معلوماتو ته یې ځان رسولی و.
دغه پلټونکي ګافین دي بېکر پرون شنبه د ډیلي بیسټ ورځپاڼې په ویبپاڼه کې لیکلي، د دوی پلټونکي او څو متخصصان په پوره باور دې نتیجې ته ورسېدل چې سعودیانو د بیزوس ټيليفون ته لاسرسی پیدا کړی او شخصي معلومات یې ورڅخه اخیستي دي.
د امازون شرکت اجرائیه رئيس جیف بیزوس د نړۍ تر ټولو ستر ميلیاردر دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې بیزو یې خاوند دی، تېر کال په استانبول کې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي خبر خپور کړی و.
ګافین دي بېکر وايي چې سعودي عربستان دې ورځپاڼې ته د یوه لوی دښمن په سترګه ګوري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پنځم اغا خان شهزاده رحیم الحسیني د اسماعلیه فرقې مشر ونومول شو
پنځم اغا خان شهزاده رحیم الحسیني پرون (چهارشنبې، د سلواغې ۱۶مه) د اسماعیلیه فرقې د پنځوسم مشر په توګه ونومول شو.
د اغا خان د پراختیايي شبکې له لوري په یوه بیان کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، راغلي چې شهزاده رحیم د خپل پلار د وصیت له مخې د دې مذهبي فرقې نوی مشر نومول شوی دی.
ویل شوي چې شهزاده رحیم د ۱۹۷۱ کال زېږېدلی، د کریم الحسیني، چې په څلورم اغا خان مشهور و، مشر زوی دی او د آغا خان د پراختیايي شبکې په ګڼو ادارو کې مهم رول لري.
پنځم اغا خان، شهزاده رحیم الحسیني په داسې حال کې د اسماعیلیه مسلمانانو د فرقې مشر شو، چې پلار یې، کریم الحسیني، چې د اسماعیلیه فرقې ۴۹م امام و، د سې شنبې په ورځ د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو.
د اسماعیلیه مذهبي فرقه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۵ میلیونه پیروان لري، چې په افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ایران، هند، او د افریقا په ځینو برخو کې مېشت دي.
د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ استازی د مونیخ په کنفرانس کې ګډون کوي
د اوکراین او روسیې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلاګ، تایید کړه چې هغه به راتلونکې اوونۍ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره به د ټرمپ د هدف په اړه خبرې وکړي.
کیلاګ ویلي د سې شنبې په ورځ یې هم په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي و چې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې به د اوکراین د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو د لارو چارو په اړه د ټرمپ هدف تشریح کړي. ده دا هم ویلي چې د امریکا له هغو متحدانو سره د لیدنې نیت هم لري چې له دوی سره د کار کولو لپاره چمتو دي.
له کله چې کیلاګ ویلي چې د مونیخ په کنفرانس کې د ټرمپ هدف بیانوي، داسي ګنګوسې خپرې شوي چې دی به د ټرمپ د سولې پلان افشا کړي.
بلومبرګ خبري اژانس د فبرورۍ په ۵مه د نامعلومو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې کیلاګ به په کنفرانس کې دا پلان وړاندې کړي.
سرچینو د دې پلان په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، نه دا معلومه شوې چې څومره تفصیل به ولري او په کوم ډول به وړاندې شي.
په دې اړه د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ایمیل ته ځواب نه دی ویلی.
ولسمشر ټرمپ وايي، د ایران په اړه ده ته په منسوب شویو خبرو کې مبالغه شوې
د امریکا ولسمشر په یوه تازه بیان کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه ویلي، په هغو راپورونو کې، چې ګواکې امریکا له اسراییل سره په ګډه غواړي ایران "د ایرو په ډېران" بدل کړي، ډېره مبالغه شوې ده.
ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (۱۷ د سلواغې) په خپله خواله رسنۍ ټروت کې لیکلي چې امریکا غواړي له تهران سره داسې یوه اتومي موافقه وکړي چې د تایید وړ وي او ایران ته اجازه ورکړي چې په سولهییزه توګه پرمختګ او سوکالي ترلاسه کړي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران باید اتومي وسله جوړه نه کړي او ویې ویل چې د یوې نوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي.
ټرمپ زیاته کړه، کله چې دا موافقه بشپړه او لاسلیک شي، نو په منځني ختیځ کې به لوی جشن ونیول شي.
امریکا له سوریې د ځواکونو پر ایستلو غور کوي
واشنګتن له سوریې څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو پر پلان غور کوي.
د امریکا (این بي سي) خبرې چاینل په دې اړه د امریکا د دفاع وزارت د سرچینو په فول پرون راپور ورکړ.
د راپور له مخې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت دا ارزوي چې خپل ځواکونه د یوې میاشتې، دوو میاشتو یا هم دریو میاشتو په ترڅ کې له سوریې څخه وباسي.
په سوریه کې شاوخوا دوه زره امریکایي پوځيان شته چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د مخنیوي لپاره هلته ځای پر ځای شوې دي.
دغه امریکایي پوځیان د سوریې په شمال ختیځ کې په هغو سیمو کې میشت دي چې د کردانو په لاس کې دي.
زرداري وايي، ترهګري به د پاکستان او چین اړیکې ونه شلوي
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي چې له چین سره د پاکستان ملګرتیا له لوړو ژورو څخه تیریږي خو دا ملګرتیا به د افراطي ډلو له لورې د چینایي اتباعو په وژلو ړنګه نه شي.
اصف علي زرداري پرون په پیکینګ کې د چین له ولسمشر (شي جین پينګ) سره د لیدو پرمهال دا هم وویل، که په نړۍ کې هرڅومره ترهګري وي، ستونزې وي، د پاکستان خلک به د چین د ولس ملاتړي وي.
په پاکستان کې په دوه زره څلرویشتم کال د دوو بریدونو په ترڅ کې اووه چینایان ووژل شول، تر دې حملو وروسته چین په پاکستان کې د خپلو خلکو امنیت ته اندیښنه څرګنده کړه.
اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ چین ته په څلور ورځني سفر ولاړ.
د تاجیکستان سترې محکمې یو شمېر سیاستوال د کودتا د هڅې په تور بندي کړي
د تاجیکستان سترې محکمې د دغه هېواد یو شمېر سیاستوال د کودتا د هڅې په تور په اوږدمهاله بند محکوم کړي.
د ازادي راډیو د تاجیکستان څانګې د راپور له مخې، د محکمې دا پرېکړه، چې د بند اوږدې مودې او د شتمنیو ضبط پکې شامل دي، د سیاسي مخالفینو د ځپلو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د محکمې د حکم له مخې، د تاجیکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر همراه خان ظریفي او د پارلمان پخوانی غړی سید جعفر عثمان زاده هر یو په ۲۷ کاله بند محکوم شوي، او د تاجیکستان د عالي شورا پخواني رئیس اکبرشاه اسکندروف په ۱۸ کاله بند محکوم شوی دی.
د دغو کسانو محاکمه د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې هغه مهال پیل شوه، چې هغوی د کودتا د هڅې، درغلۍ، فساد او د خلکو ترمنځ د کرکې خپرولو په تور ونیول شول.
خو تورنو کسانو د محاکمې پر مهال پر خپل بېګناهۍ ټینګار کړی او د ځان پر ضد لګېدلي تورونه یې سیاسي بللي دي
په زوره د افغان کډوالو ایستل دې ودریږي، د جاپان د سفیر غوښتنه
په افغانستان کې د جاپان سفیر، تاکایوشي کورومایا، له کوربه هېوادونو غوښتنه کړې چې افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو ونهباسي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت نن چهارشنبه، د دلوې ۱۷مه، په ایکس/ پخواني ټویټر کې لیکلي چې کورومایا دغه څرګندونې پرون د دې وزارت له سرپرست، مولوي عبدالکبیر، سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
کورومایا له کوربه هېوادونو غوښتي چې افغان کډوالو ته اجازه ورکړي، څو هغوی په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په دې وروستیو کې پاکستان او ایران زرګونه افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو ایستلي دي.
راپورونه ښيي چې د پاکستان حکومت د اسلاماباد او راولپنډۍ په ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ لا شدیده کړې ده.
له بلې خوا، د ایران حکومت اعلان کړی چې د روان میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا دوه میلیونه بېاسناد افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د مولوي عبدالکبیر له خولې ویلي چې بېرته ستنېدونکي او بېځایه شوي افغانان د سرپناه او بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
ټرمپ وايي، د غزې ملکیت دې امریکا ته ورکړل شي څو یوه ښکلې سیمه ترې جوړه کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ دا احتمال نه دی رد کړی چې امریکايي ځواکونه د غزې تړانګې ته واستوي او وړاندیز یې وکړ چې د غزې اوسیدونکي د تل لپاره له دې قلمرو څخه ووځي.
ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې پرون په سپینه ماڼۍ کې په داسې حال کې وکړې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې څنګ ته ولاړ و. هغه وړاندیز وکړ چې د غزې ملکیت دې متحدوایالتونو ته ورکړل شي څو آباده یې کړي.
د ټرمپ دا لانجمنې څرګندونې ښايي په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یوه تروریستي ډله بولي، د اوربند او له دواړو خواوو د برمته وو او بندیانو د خوشې کېدو لپاره هڅې زیانمنې کړي.
په منځني ختیځ کې د امریکا متحدانو، مصر او اردن دا نظر رد کړی او ټرمپ ته یې خبرداری ورکړی چې له غزې څخه د فلسطینیانو بېځایه کول به د منځني ختیځ ثبات زیانمن کړي، دا کړکېچ به نور هم پراخ او په سیمه کې د دوو دولتونو د رامنځ ته کولو د پلان لپاره د امریکا او نورو متحدانو د کلونو هڅې به بې نتیجې پاتې شي.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په روانه اونۍ کې د غزې د اوربند د موافقې په اساس خبرو دوام درلود او په دې ترڅ کې ژمنه وشوه چې له پنځلس میاشتنۍ جګړې وروسته د جګړه ځپلې غزې اوسېدونکو ته بشري مرستې او د بیارغونې تجهیزات واستول شي.
زیلینسکي د اوکراین او روسیې ترمنځ سولې ته مشروط چمتووالی وښود
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، دی له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خپل سیال ولادیمیرپوتین سره خبرو ته چمتو دی خو ده زیاته کړه چې دا کار به هغه مهال وکړي چې په اوکراین کې د سولې د ټینګښت یوازینۍ لاره همدا وي.
ښاغلي زیلینسکي له یوه برتانوي خبریال سره په پرونۍ مرکه کې وویل که خلک فکر کوي چې د جګړې ستونزه باید له ډيپلوماتیکې لارې اواره شي نو موږ دې ته چمتو یو، خو په دې خبرو کې باید امریکا، اروپا، اوکراین او روسیه ټول ګډون وکړي.
زیلینسکي پر روسیې د لګېدلو بندیزونو د لیرې کولو په اړه خبرداری ورکړ او په عین حال کې یې دا پوښتنه رابرسېره کړه چې آیا د اوکراین د امنیتي ضمانت لپاره به اټومي وسلو ته اړتیا وي که نه.
د اسماعیلیه شیعه ګانو مذهبي مشر کریم آغاخان د ۸۸ کلونو په عمر په حق ورسېد
د آغاخان بنسټ او د اسماعیلیه شیعه مسلمانانو مذهبي ټولنې پرون (د سلواغې ۱۶مه) په یو بیان کې اعلان وکړ چې شهزاده کریم الحسیني څلورم آغاخان او د اسماعیلیانو ۴۹ میراثي امام په داسې حال کې چې کورنۍ یې ورسره وه، په پرتګال کې په حق ورسېد.
د بیان له مخې د کریم آغاخان د ځایناستي نوم به د هغه له وصیت سره سم د کورنۍ او مذهبي مشرانو په مخکې وروسته اعلان شي. د دې اعلان نېټه نه ده ښودل شوې. د اسماعیلیه ویبسایټ د معلوماتو له مخې د آغاخان ځایناستی به د نوموړي د کورنۍ یا نژدې خپلوانو له نارینه غړو څخه غوره شي.
آغا خان په شل کلنۍ کې هغه مهال چې د هاروارډ پوهنتون محصل و، د اسماعیلیانو د مذهبي مشر په توګه غوره شو.
هغه د افغانستان، تاجکستان او بنګلدېش په ګډون په څه باندې ۳۰ وروسته پاتې هېوادونو کې د میلیونونه ډالرو په لګښت ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او کورونه جوړ کړي او میلیونونه پلویان لري. د آغاخان خیریه بنسټ چې په افغانستان کې هم د مرستې ګڼې پروژې تمویلوي، د رغنیزو پروژو لپاره یو میلیارد ډالره کلنۍ بودیجه لري.