د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشرۍ د احتمالي کاندیدانو یوه کړنه هم کمپاین نه‌ده


آرشیف/ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه
آرشیف/ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه اندېښنې مناسبې نه‌ګڼي چې ویل کېږي، انتخاباتي ټکټونو مخکې له وخته کمپاینونه پیل کړي دي.

په انتخاباتي مسایلو پورې اړوند د ولسمشریزو انتخاباتي ټکټونو څرګندونو د انتخاباتو د څار بنسټونه اندېښمن کړي او دغه څرګندونې له وخته مخکې انتخاباتي کمپاین ګڼي.

خو د دغو اندېښنو پر وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو احتمالي کاندیدانو یوه کړنه هم په کمپاین کې نه‌شمېرل کېږي.​د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۷» ازادي راډیو ته وویل:

"تر هغې چې وروستی لېست اعلان شوی نه‌وي، دوی له موږ سره احتمالي کاندیدان دي او هېڅ کړنه‌یې کمپاین نه‌ګڼل کېږي."

په دې وروستیو کې ولسمشریزو انتخاباتو ته یو شمېر کاندیدانو د بېلابېلو موضوع‌ګانو او په تېره د سولې اړوند ناستو کې د انتخاباتو او د دغې پروسې پر شفافیت خبرې کړې دي.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

بل‌خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ یا فیفا مسؤلین وايي، دغه انتخاباتي ټکټونه د سولې له پروسې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او مخکې له وخته‌یې کمپاینونه پیل کړي دي.

د دغه بنسټ د پروګرامونو مسؤل محمد نعیم اصغري وویل:

"لیدل کېږي چې په دې وروستیو کې ځیني انتخاباتي ټکټونه د سولې له پروسې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او مخکې له وخته‌یې غیر قانوني کمپاینونه پیل کړي دي."

د دغه بنسټ مسؤلینو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې ډېر ژر دې د ولسی جرګې د انتخاباتو نتایج اعلان کړي او په دې اړه دې د خلکو اندېښنې ختمې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG