بغلان د افغانستان په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې هم کوکنار پهکې کرل کېږي او هم يې یو شمېر خلک په چرسو، تریاکو، هیروئينو او مورفینو اخته دي.
پهدې ولایت کې د معتادينو شمېر ۶۰ زرو ته رسېږي چې ډېری یې ځوانان دي.
په بغلان ولایت کې فقر، بې کاري، نشهيي موادو ته اسانه لاسرسی او د پرچون په بڼه د نشهيي موادو خرڅولو پر خلاف د دولت پڅه مبارزه هغه اساسي عوامل دي چې معتادین او د کوکنارو کښت یې ډېر کړی دی.
د بغلان د ولایتي شورا رئیس ډاکټر صفدر محسیني وايي چې باید د نشهيي موادو د استعمال مخه ونیول شي:
"نن موږ په باغونو، هوټلونو او داسې نورو ځایونو کې ګورو چې زموږ خلک نشې کوي او په لسګونو ځوانانو د نشې په حال کې دېوالونو ته ډډه وهلې ده، له بدهمرغه چې د معتادینو اولادونه او مېرمنې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي."
د بغلان والي عبدالحی نعمتي هم د کوکنارو کښت او معتادینو ډېروالي اندېښمن کړی دی:
"نشهيي مواد د جګړې د تمویل ترڅنګ یوازينۍ ستونزه ده چې څه د پاسه درې میلیونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورسره مخ دی. نشې زموږ ځوانان چې یوه بشري قوه ده، له پښو غورځولي او د ټولنې او کورنیو د اوږو بار کړي دي."
ښاغلي نعمتي له نشهيي موادو سره د مبارزې له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چې له وسلهوالو مخالفینو سره د جګړې ترڅنګ دې د نشهيي موادو له کښت او قاچاق سره هم جدي مبارزه وکړي.
د بغلان ولایت امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع وايي چې پولیس یوازې د ولس په مرسته کولای شي چې د نشهيي موادو پر ضد مؤثره او ګټوره مبارزه وکړي:
"نشهيي مواد د پلخمري په ښار کې دننه او ټولو ولسوالیو کې د پرچون په ډول خرڅېږي. زه د بغلان ولایت له خلکو څخه غوښتنه کوم چې د نشهيي موادو د خرڅوونکو په نیولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي."
که څه هم په بغلان ولایت کې یو ځل د کوکنارو کښت صفر شوی و، خو کله چې د کوکنارو پر ضد مبارزه ټکنۍ شوه، نو د کوکنارو کښت بېرته مخ پر ډېرېدو شو.
د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:
راپور: بشیر احمد غزالي