په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې لږ تر لږه درې زره ۸۰۴ ملکیان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو علت څه دی؟ او څرنګه دا تلفات کمېدای او ورکېدای شي؟
د ازادي راډیو په اوونیزه «د ازادۍ په څپو» خپرونه کې پرې بحث لرو چې لومړۍ برخهیې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازیو سره د پنځم ځل لپاره په خبرو بوخت دی.
دا خبرې چې د سې شنبې په ورځ پیل شوې دي، تر پرونه روانې وې، نن او سبا د طالبانو په وینا د استراحت او مشورو ورځې دي او د شنبې په ورځ به بیا دوام وکړي.
د سولې دا هڅې به نتیجه ورکړي؟
د ازادي راډیو په اوونیزه «د ازادۍ په څپو» خپرونه کې پرې بحث لرو چې دوهمه برخهیې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: