پوره دېرش کاله مخکې د فبروري په ۱۵مه د شوروي اتحاد وروستۍ سرتیری د امو پر سیند د حیرتان پر پله چې د دوستي پل یې ورته وایه، د ازبکستان لور ته واوښت او له دې سره په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د یرغل نهم کال پای ته ورسېد.
د هغه وخت له تاریخه نن افغانان څه زده کولی شي؟
دلته په دې اړه بحث اوریدلی شئ:
دیرش کاله مخکې له نننه د شوروي اتحاد پوځیان له افغانستانه ووتل، هغه وخت د سولې هڅې روانې وې، خو نتیجه یې ورنه کړه، هغه وخت یوه لوري پر دې ټینګار کاوه چې له حکومت سره خبرې نهکوو، هغه وخت دغه ټینګار نژدې لس کلنې سختې کورنۍ جګړې ته لار پرانېسته.
له دې تجربو اوس افغانان څه زده کولی شي؟