د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشه يي موادو په اړه مو د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه کړې.
په یو راپور کې اورئ چې د سيګار د تازه راپور له مخې سږکال د تارياکو بيه په سلو کې (۴۲) راټيټه شوې ده،
په یو بل راپور کې اورئ چې معتادین د کابل ښاروالۍ د تنظيف کارکوونکو ته مزاحمت کوي، له یوه متخصص ډاکتر سره مو د انسان پر هضمي سېستم د نشو ناوړه اغېزې په اړه مرکه کړې او په وروستۍ برخه کې له یوې خاطرې وروسته په زړه پورې ډرامه هم اورېدلای شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: