د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د نوماندانو د اسنادو څېړليې پیل کړي دي.
دوی وايي، د دې احتمال شته چې یو شمېر احتمالي نوماندان له وروستي لېسته حذف شي.
د (حقیقت څه دی؟) د دې اوونۍ په خپرونه کې د خپرونې کوربه اکرامالله اکرام د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له مرستیال ویاند ذبیح سادات سره په همدې او یو شمېر نورو انتخاباتي مسایلو غږېدلی دی.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: