هغه مېرمن چې د مېرمنو لپاره يې ځانګړی د دیني زده کړو مرکز او سوداګریز مارکېټ جوړ کړی.
د مخکښې ښځې د خپرونې له لارې چې یوسف خان ځدراڼ یې چمتو کوي، دا اوونۍ له داسې یوې مېرمنې سره اشنا کېږئ چې په دیني او دنیاوي برخه کې يې د خلکو لپاره د پام وړ خدمت کړی.
دا مېرمن ډاکتر لیلا افاق نومېږي چې د دارلعلوم دیني مدرسه لري، په افغانستان کې کاملاً د ښځو لپاره د افغانیه خویندو سوداګریز مرکز په نوم يې د افغان مېرمنو لپاره مارکېټ جوړ کړی.
لسګونې ښځې يې په خیاطۍ بوختې کړي، د کندهار زون د سوداګرو ښځو ریاست پر غاړه لري او ګڼ نور فعالیتونه کوي.
هغې په څو کلنۍ کې په اتو برخو کې دغه خدمت ته ملا تړلې، زده کړې يې څومره دي او لا يې څه کارونه کړي؟
دې پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره درته د لاندې لېنک په کېکاږلو د خپرونې د اورېدو بلنه درکوو: