د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د ننګرهار په ګمرک کې قاچاقي مالونه هم محصول کېږي


د چرګانو غوښې
د چرګانو غوښې

د ننګرهار په ګمرک کې د قاچاقي مالونو د محصول کېدو مسئله هغه مهال بربنډه شوه چې تېره اوونۍ د ګمرک مخې ته د تېلو یوه ټانکر اور واخیست او په خوا کې یې د چرګانو له غوښو بار یو ټېلر موټر هم نيمه وسوځېد.

د ۱۳۹۷ کال د ۱۰مې مياشتې په لومړۍ نېټه د کرنې د وزير په حکم افغانستان ته د چرګانو په واردولو بندیز اعلان شو او ټولو اړوندو ادارو ته‌يې سپارښتنه وکړه چې له بهره د چرګانو غوښې او د لویو چرګانو واردات بند دي.

خو د وزارت د حکم له خپرېدو څخه درې اوونۍ وروسته بیا هم د چرګانو غوښې له تورخم څخه راتېرې شوې او د ننګرهار ګمرک ته د محصول لپاره ولاړې وې.

  • دا چې د چرګانو د غوښو قاچاقي موټر په ګمرک کې په کوم نوم محصول کېږي او په کومو اسنادو موټرې تر ګمرکه رسېدلي؟

ازادي راډیو وغوښتل چې د ګمرک له مسؤلینو سره په‌دې اړه مرکه وکړي، خو د رئيس په نه‌شتون کې نورو مسؤلینو له مرکو ډډه وکړه.

هغه توکي چې په لایحو کې يې واردات منع دي په قاچاقي ډول راوړل کېږي.

د منعه شویو توکو د تشخيص لپاره په ننګرهار کې د قرنطین اداره هم فعاله ده.

د دې ادارې مسؤل نجیب‌الرحمن الکوزی دا مني چې د چرګانو د غوښو راوړل منعه شوي او په خبره‌يې دوی هم ورته اجازه نه‌ورکوي، خو د الکوزي په خبره دا موټرې په جعلي اسنادو تر ګمرکه رسېدلي.

د ۱۳۹۷ کال د ۱۰مې مياشتې په لومړۍ نېټه د کرنې وزارت پر وېب‌پاڼه د کرنې د وزیر خپور شوی حکم
د ۱۳۹۷ کال د ۱۰مې مياشتې په لومړۍ نېټه د کرنې وزارت پر وېب‌پاڼه د کرنې د وزیر خپور شوی حکم

دی وايي:

"په هماغه ورځ د ۱۰مې مياشتې په اول تاریخ ما ټولو اړوند کمېشنکارانو نه احضاري اخیستې چې د وزير صاحب حکم دی چې بریډر چرګان، زاړه چرګان او يخ‌زده غوښې بندې دي او هغوی راسره منلې ده، له هغه تاریخه راپه دېخوا زما په امضا يا ټاپه نه‌دي راغلي، خو که راغلي هم وي په جعلي اسنادو بیا موږ پورې اړه نه‌لري، دا بیا د ګمرک کار دی چې څنګه کوي."

په ننګرهار کې د صحت حیواني او مالدارۍ برخې مسؤل ډاکتر محمد ضمير بهسودي وايي، کوم ټېلر چې د ګمرک مخې ته په اورلګېدنه کې نیمه سوځېدلی او د چرګانو غوښو نه بار وو، راوړل‌يې بند دي.

دی وايي، هېواد ته د هغو توکو راوړل چې قانون منع کړي دي قاچاق دي او دا په تورخم کې د امنيتي ځواکونو مسؤلیت دی چې قاچاقي موټرو ته د راتګ اجازه ورنه‌کړي.

ښاغلی بهسودي زیاتوي:

"دا زموږ د پروسیجر نه پرته راغلي، موږ متحدالمال مکتوب، ګمرک ته، امنیه قوماندانۍ ته، امنیت ته، ښاروالۍ او سرحدي ځواکونو ته مکتوبونه لېږلي دي، موږ خپل مسؤلیت اجرا کړی، نور دا زموږ مسؤلیت نه‌دی دا د امنيتي ارګانونو دی."

خو د تورخم کمیسار وطندوست د ټیليفون په لیکه په شفاهي ډول وويل چې د دوی د دندې لایحه شته د هماغه مطابق فعاليت کوي.

وطن‌دوست وويل دا چې په موټرو کې له تورخمه تر ګمرک پورې د چرګانو قاچاقي غوښې تېرې شوي دي خپل مسؤلیت نه‌ګڼي.

يوازې دا ټېلر نه‌دی چې په‌کې بار قاچاقي غوښې د اورلګېدنې پر مهال رسوا شوې، د دې پېښې په ځای کې د ګمرک څو تنو کارکوونکو وويل چې اوس هم په لسګونه نور کانټینرونه په ګمرک کې د محصول لپاره ولاړ دي.

دوی وايي:

"نوم مې الف نور دی، په ګمرک کې جوالي یم، په‌دې موټرو کې د چرګانو غوښې دي، دلته ولاړ دي محصول کېږي، دا ټانکر راغی بس درز شو نور ګاډي هم وسوځېدل بیا د چرګانو د غوښو ټېلر هم اور واخیست."

د کرنې وزارت په مصوبه کې ټینګار شوی چې افغانستان ته د چرګانو د غوښو او لویو ژوندیو چرګانو پر واردولو بندیز دی، ځکه دغو چرګانو سره ځينې ناروغۍ هېواد ته راځي او دارنګه په‌دې بندیز سره به په هېواد کې د چرګانو فارمونه وده وکړي، خو برعکس د ټولو اړوندو دولتي اداراتو مسؤلين دا مني چې د چرګانو د غوښو قاچاقي موټرې ګمرک ته د محصول لپاره راغلي، خو دا چې ولې اجازه ورکول کېږي هېڅ مسؤل کس دا مسؤلیت په غاړه نه‌اخلي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:46 0:00
مستقیم لېنک

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG