د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشه يي موادو په اړه مو د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه کړې ده.
په یو راپور کې اورئ چې د مخدره موادو د تولید پر فابریکو د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې په هلمند کې د تریاکو تولید کم شوی.
په یوه بل راپور کې اورئ چې په کندز ولایت کې په مخدره موادو د روږدو مېرمنو شمېر ډېر شوی.
له یوه متخصص ډاکتر سره مو په پټرولو د ځوانانو د معتادېدو په اړه مرکه کړی او د یوه معتاد له خاطرې وروسته په زړه پورې ډرامه هم د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: