له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د روان شمسي کال د ميزان، عقرب او قوس په میاشتو کې د نشه يي موادو د پېښو د ډېروالي خبر ورکوي.
د افغانستان له نشه يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، د روان شمسي کال د ميزان، عقرب او قوس په میاشتو کې دې مرکز ته د دوسيو لېږل ډېر شوي دي.
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د دې مرکز د درې میاشتنیو فعالیتونو د راپور پر مهال وویل چې د ۱۳۹۷ کال په تېرو درېیو میاشتو کې د دې مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو ته د نشه يي موادو ۲۰۳ قضیې رسېدلې چې په تور یې پر ۲۷۵ کسانو باندې حکمونه صادر شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په دې ډله کې ۱۳ يې ښځې دي.
دی وایي:
"د روان شمسي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې په مجموع کې ۲۰۳ قضیې د ۲۷۵ تورنو کسانو په شمول چې درې يې ښځې دي، عدلي او قضايي مرکز ته رسېدلي او دا دوسيې د څېړلو په حال کې دي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې یا (UNODC) په وروستي راپور کې راغلي چې په روان میلادي کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې (۸۷) ډېر شوی دی.
د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې اوس هم په افغانستان کې ډېر تاریاک تولیدېږي او دا اړتیا ليدل کېږي چې له بزګرو سره د بدیل کښت په برخه کې همکاريو ته دوام ورکړل شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا نشه يي مواد د جنګي ډلو مالي سرچینه بولي او د سلګونو ټنو نشه يي موادو د نیولو خبر ورکوي.
د دې وزارت ویاند نجیب دانش وايي:
"څرنګه چې نشه يي مواد د ترهګرو د تمویل مهمه سرچینه ده، له نېکه مرغه د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت هم لسګونه ټنه نشه يي مواد د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي."
د دې مرکز د معلوماتو پر اساس، د روان شمسي کال په تېرو درېیو میاشتو کې له دوی سره په کابل کې (۹۳) او په ننګرهار کې (۲۵) قضیې ثبت شوي دي.
په دې اساس ويلای شو چې دا هغه ولايتونه دي چې د نشه يي موادو تر ټولو ډېرې قضیې لري.
دا په داسې حال کې ده چې د سرطان، اسد او سنبلې په میاشتو کې په مجموعي ډول (۱۵۹) قضیې له (۲۱۷) تورنو کسانو سره ثبت شوي دي.
راپور: فرید حلیمي