د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وایي چې د سیمې هېوادونه اوس غواړي چې د افغانستان د سولې له پروسې نه ملاتړ وکړي.
له دې ډلې انتظار خادم ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت باید له رامنځته شوي وضعیت نه د سولې په پروسه کې ډېره ګټه پورته کړي.
د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق له ښاغلي خادم سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: