نړۍ
د میانمار محکمې د روېټرز د دوو خبریالانو د استېناف دلایل واورېدل
د میانمار یا پخوانۍ برما یوې محکمې د روېټرز خبري اژانس د هغو دوو خبریالانو د استېناف د غوښتنې په اړه نن په غونډه کې د دواړو لورو دلایل واورېدل چې د امنیتي عملیاتو په جریان کې د محرمو اسنادو د ترلاسه کولو په تور هر یو په اوو کلونو بند محکوم شوی دی.
۳۲ کلن وا لون او ۲۸ کلن کیاو سو یو د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډيسمبر کې ونیول شول او روان کال په سپټمبر کې د دولتي محرمو اسنادو د لاس ته راوړلو په تور ورته دغه سزا ورکړل شوه.
د دغې قضیې پر سر ډیپلوماتانو او د بشري حقونو مدافعانو سخت انتقادونه کړي دي.
د دواړو خبریالانو مدافع وکیلانو تېره میاشت د محکمې د فیصلې په وړاندې د استېناف غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه شواهد چې د پولیسو له خوا وړاندې شوي، د هغوی جرم نشي ثابتولای.
محکمې نن د دغو خبریالانو د مدافع وکیلانو او څارنوالانو دلایل واورېدل، خو په دې اړه چې کله به وروستۍ پرېکړه کوي، نور جزیات ورنه کړل.
د روېټرز اژانس دغو خبریالانو د میانمار د پوځ له خوا د هغو ځپونکو عملیاتو په اړه راپورونه ورکول چې په نتیجه کې یې شااوخوا اووه سوه زره روهینګیا مسلمانان بنګله دېش ته تښتېدلي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ډونالډټرمپ په ټاکنو کې له بري وروسته خپله لومړۍ ګومارنه اعلان کړه
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ اعلان کړی چې، سوزي وایلز به د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو د مشرې په توګه وګوماري.
وایلز د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یوه له دوو مدیرانو څخه وه.
ټرمپ په یوه بیان کې هغه د داسې مېرمنې په توګه یاده کړې چې له ده سره یې مرسته وکړه چې، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر سیاسي بري ته ورسېږي.
په انتخاباتو کې له بري وروسته سوزي وایلز د ټرمپ لومړۍ ګومارنه ده او هغه به لومړنۍ ښځه وي چې د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشري کوي.
زيلينسکي: د اوکراين جګړې د ختمولو په اړه د ډونالډټرمپ د پلان په اړه معلومات نهلرم
د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې، د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د هغه پلان جزیات چې وايي، د اوکراین جګړه به ژر پای ته ورسوي، نهلري.
ښاغلي زیلینسکي دا څرګندونې په بوداپست کې د اروپايي مشرانو د سرمشریزې په څنډه کې په یوه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل، باور لري ټرمپ غواړي د اوکراین خلاف د روسیې جګړه ژر پای ته ورسوي.
زیلینسکي په عین حال کې وویل، د دې پلان د جزیاتو په اړه هيڅ معلومات نهلري او لا یې له ټرمپ سره پهدې اړه خبرې نهدي کړي.
زیلینسکي وویل، باور لري چې ولسمشر ټرمپ رښتیا هم یو چټک حل غواړي، خو دا د دې معنا نهلري چې خامخا به داسې وشي.
ولسمشر زیلینسکي د هغو لومړیو مشرانو له ډلې و چې له ټرمپ سره یې په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې د بري مبارکي وویله.
ټرمپ په انتخاباتي مبارزو کې په ځلونو له اوکراین سره د امریکا پر پراخ پوځي او مالي ملاتړ انتقادونه وکړل او بې لهدې چې د خپلې طرحې جزیات څرګند کړي، ژمنه وکړه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به ډېر ژر پای ته ورسوي.
ډونالډټرمپ: موږ بايد خپلې پولې قوي او ځواکمنې کړو
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د پنجشنبې په ورځ اینبيسي نیوز خبري چاینل ته وویل چې، سپینې ماڼۍ ته له رسېدو وروسته به د ده له لومړیتوبونو څخه یو د امریکا د پولو پیاوړتیا وي.
د NBC نیوز د راپور لهمخې، ټرمپ په یوه ټلیفوني مرکه کې وویل: "دا څرګنده ده چې موږ باید خپلې پولې قوي او ځواکمنې کړو."
ده یو ځل بیا د غیرقانوني کډوالو د ایستلو د پلان پر پلي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "دا د لګښت موضوع نهده، رښتیا هم بله چاره نهشته."
د NBC نیوز د راپور پر اساس، ټرمپ د خپل بري یو دلیل د غیرقانوني کډوالو په اړه خپل پیغام وباله او د امریکا وګړو ته په اشارې یې وویل: "هغوی غواړي چې پوله ولري، هغوی غواړي خلک داخل شي، خو باید له هېواد سره د مینې په احساس او په قانوني ډول داخل شي."
د امریکا په متحدایالتونو کې د غیرقانوني کډوالو کره شمېر اعلان شوی نهدی خو رسنۍ د هغو شمېر تر یو میلیون ډېر اټکلوي.
جرمني کې يو امريکايي وګړی چين ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی
د جرمني څارنوالان وايي، یو امریکايي وګړی، چین ته د اطلاعاتو د ټولولو د ادعا لهمخې نیول شوی دی.
دغه امریکايي وګړی چې په مارټین (D) معرفي شوی، په جرمني کې دېره و او ویل کېږي د امریکا د پوځي ځواکونو پخوانی غړی و.
جرمني څارنوالان وايي، شک کېږي چې دغه شخص یوه بهرني استخباراتي بنسټ ته د استخباراتي فعالیتونو لپاره لېوالتیا ښوولې وه.
د څارنوالانو په وینا، دغه امریکايي وګړي په ۲۰۲۴م کال کې له چینايي چارواکو سره تماس نیولی او د امریکا د پوځ په باب یې د حساسو معلوماتو د ورسپارلو ژمنه ورسره کړې وه.
په خپله امریکايي چارواکو لا د دې موضوع په باب تبصره نهده کړې او دا هم معلومه نهده چې نیول شوی کس به چېرې محاکمه کېږي.
اسراييلو غزه کې د حماس په وړاندې د پراخو پوځي عملياتو خبر ورکړی
د اسرايیل دفاعي ځواکونو پرون پنجشنبه ویلي، د دوی پوځیانو د غزې تړانګې په شمال کې د حماس ډلې پر خلاف خپل عملیات پراخ کړي دي.
د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د اسرايیل دفاعي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی پوځیانو په بیت لاهیا کې د تروریستي بنسټونو خلاف خپل عملیات پیل کړي دي.
د دغو ځواکونو په وینا دوی به د جبلیه په مربوطاتو کې هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي او له چهارشنبې یې هلته شا و خوا ۵۰ تروریستان ختم کړي دي.
بیت لاهیا ښار د غزې تړانګې په شمال کې پروت دی، خو د جبلیه په نوم د کډوالو کمپ د غزې د جنوب په مربوطاتو کې دی.
فلسطیني سرچینو په وار-وار په دې ویجاړه شوې ساحه کې د ګڼو ملکي مرګژوبلې راپورونه ورکړي او هلته یې بشري وضعیت ناوړه بللی دی.
د ازبکستان یوې محکمې ۱۱ کسان د ترهګرۍ اړوند جرمونو په تور له ۶ تر ۱۲ کلونو بند محکوم کړل
د ازبکستان په قوقند ښار کې یوې محکمې ۱۱ کسان د ترهګرۍ اړوند جرمونو په تور له ۶ تر ۱۲ کلونو بند محکوم کړل.
دغه کسان د ترهګرو د تمویل، د رژیم د بدلولو دسیسې او د هغو موادو د درلودلو په تور محکوم شوي دي چې عامه امنیت ته ګواښ بلل شوی دی.
د ازبکستان د ملي امنیت ادارې نن د نومبر ۷مه وویل چې دغه کسان د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په منظمو غونډو کې چې په سیمه ییزو چای خانو کې د "شنبه ماښام" په نوم د ټولنیزو مراسمو په توګه تر سره کېدل، د افراطي نظریاتو د ترویج په تور نیول شوي اود هغوی بحثونه د جهاد او د اسلامي دولت د جوړولو په اړه متمرکز و.
دا قضیه د مذهبي افراطیت سره د مبارزې لپاره د ازبکستان د حکومت د هڅو یوه برخه ده، په ځانګړې توګه په قوقند کې، چې د فرغانه په دره کې موقعیت لري.
دا سیمه له توکمیز پلوه متنوع او له تاریخي پلوه بې ثباته ده او د کورنیو او نړیوالو اسلامپالو ډلو لپاره په یو مرکز بدله شوې چې د بې ثباتۍ او د افراطي ایډیالوژیو د خپرېدو په اړه اندېښنې راپورته کوي.
پسکوف: ښايي د پوتین او ټرمپ ترمنځ خبرې وشي
د کریملن ویاند دمیتري پسکوف وایي، دی دا نهشي ردولی چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ به مخکې له هغې چې نوموړی په جنوري میاشت کې د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خبرې ونهشي.
نوموړي دغه څرګندونې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دغسې یوې اړیکې احتمال شته، وکړې.
هغه زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی به د لوړې له مراسمو مخکې له پوتین سره خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دا د هغه خبرې دي.
د پسکوف څرګندونې د ټرمپ هغو مخکینیو څرګندونو ته اشاره وه چې ویلي وو، د ولسمشر په توګه د دندې له پیلېدو مخکې به له پوتین سره اړیکه ټینګه کړي.
پسکوف همدارنګه د هغو پوښتنو په اړه چې ایا د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د روسیي چارواکو او د ټرمپ د کمپاین د مسوولانو ترمنځ رسمي تماس نیول شوی، کهنه وویل چې نه او زیاته یې کړه چې ولې باید دوی ورسره اړیکه ټینګه کړی وای.
هغه څرګنده کړه چې د روسیې حکومت هیڅ ډول مستقیمه اړیکه نهده ټینګه کړې.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د نومبر د پنځمې نېټې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته چې ټرمپ وګټل، د امریکا او روسیې د اړیکو موضوع ته د نړیوالو پام زیات شوی دی.
اسراییلي ځواکونو د بیروت په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
اسراییلي ځواکونو نن سهار د نومبر ۷مه د بیروت په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل.
دا بریدونه یوازې څو ساعته وروسته له هغه پیل شول چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "ایران ګواښ" په اړه خبرې وکړې.
بنیامین نتانیاهو د نړۍ یو له لومړنیو مشرانو څخه و چې ټرمپ ته یې مبارکي ورکړه او د هغه بیا ټاکنه یې واک ته "په تاریخ کې ترټولو ستره بیا ستنېدنه " وبلله.
د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې وویل چې دواړو مشرانو نن د نومبر په ۷مه د ټیلیفون له لارې "د اسراییلو د امنیت لپاره په ګډه کار کولو موافقه وکړه "او دوی "د ایران د ګواښ په اړه بحث وکړ."
له دې خبرو لږ ځنډ وروسته د اسراییلو پوځ د بیروت په جنوب کې د ایران ملاتړ لرونکې ډلې حزب الله پر مهمو مرکزونو بریدونه پیل کړل.
د لبنان حزب الله یوه پوځي سیاسي ډله ده چې د امریکا متحده ایالتونه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده، نه سیاسي برخه.
حزب الله د جنوبي لبنان پر پراخې برخې کنټرول لري چې سیاسي برخې استاي یې د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.
پر بیروت کې له وروستیو بریدونو مخکې د اسرايیلو پوځ د کورونو د تخلیه کولو امر صادر کړ او له خلکو یې وغوښتل چې د بیروت نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د یوې سیمې په ګډون له څلورو سیمو ووځي.
پر کییف د روسیې بریدونو زیانونه اړولي
د روسیې د نن سهار بریدونو د اوکراین د پلازمېنې کییف په پنځو ناحیو کې اورونه بل کړي او زیانونه یې اړولې دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن د نومبر ۷مه پر خپل ټیلیګرام ویلي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکو ټوټې په پېچرسک، هولوسیفسکي، سولومینسک، اوبولونسک او پوډیلسک ناحیو کې غورځېدلې او د غورځېدو په پایله کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
کلیچکو ویلي، په پچرسک سیمه کې د یو څو پوړیزې ودانۍ پورتنۍ برخې اور اخیستی او خلک ترې ویستل شوي دي.
د سیمې والي اوله کیپر هم ویلي چې د اودیسه په ښار کې وروسته له هغې چې د اوکراین د الوتکو ضد سیستم د تورې بحیرې په دغه بندر کې د روسیې بې پیلوټه الوتکې وویشتې، د استوګنې یو لوړ پوړیز کور ویجاړ او یو سړی ټپي شوی دی.
د ټیلیګرام په چینلونو کې په اودیسه ښار کې د یوې نهه پوړېزې ودانۍ په لومړی منزل کې د لګېدلي اور ویدیوګانې خپرې شوې دي.
پر اوکرایین د روسیې د څرګند تیري له کبله جګړه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پيل او تر اوسه دوام لري.
ټرمپ او یول روسیې ته د شمالي کوریا د ځواکونو پر استولو اندېښنه وښوده
د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې روسیې ته د شمالي کوریا د ځواکونو د استولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
دا خبرې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۶مه په داسې حال کې شوې چې د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا پوځیان اوکراین ته د جګړې لپاره استول شوي او یا هم هلته د استولو پلان لري.
د جنوبي کوریا مشر یون سوک یول تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل ، ډونالډ ټرامپ لومړنۍ کس و چې د شمالي کوریا د ځواکونو موضوع یې مطرح کړه.
یون دا هم وویل چې اوس، د شمالي کوریا د ښکیلتیا کچې ته په پام سره، د اوکراین د ملاتړ ستراتیژي به په تدریجي ډول تنظیم شي، په دې معنی چې اوکراین ته د وسلو استول امکان هم ردېدلی نه شي.
جنوبي کوریا د روسیې د تېري په وړاندې د اوکرایین له متحدانو څخه شمېرل کېږي، خو تر اوسه یې دغه هېواد ته د وسلو له استولو ډه ډه کړې ده.