حاجي معصوم د خپل زوم اکبر کره ورځي او غواړي چې خپله لور او لمسيان په زور خپل کور ته بوځي.
که څه هم د حاجي معصوم لور خوشحاله ده چې له خپلو اولادونو سره د مېړه کور پرېږدي او له پلار کره واوسېږي، خو اکبر خپل خسر ته اجازه نه ورکوي چې مېرمن او اولادونه يې ځنې بوځي.
دا چې حاجي معصوم ولې له اکبر څخه د هغه مېرمن او اولادونه په زور بيايي او وروسته به څه پېښه شي؟ دا به په ډرامه کې واورو چې عبدالنافع همت چمتو کړې ده.
د دې ډرامې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: