د راډیويي مجلې دغه ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:
صادق رښتیني په کندهار کې د یو شمېر فلکلوریکو دودونو په اړه راپور برابر کړی.
په هنر جاج کې له پوهنیار صلاح الدین مومند سره د ژبې د بدلون په عواملو غږېدلي یو.
په فنکار برخه له ممثل نبي الله امېل سره د هغه په فن خبرې کوو.
په زرپاڼه کې د ارواښاد اکرام الله ګران شاعري واورئ.
په ادب جام کې به د خوشحال خټک د کهاله شاعر اشرف خان هجري احوال بیانوو.
او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د نولسم سرود دویمه واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب