د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۳

افغانستان

بامیان کې زرګونه کسان د بروسلوز له ناروغۍ څخه کړېږي

د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې زرګونه کسان د بروسلوز له ناروغۍ څخه کړېږي.

د دغې ولسوالۍ د عامې روغتیا امر امین‌الله ازادي راډیو ته وویل چې تر ډېره ښځې او ماشومان په‌دغې ناروغۍ له کلونو راهیسې اخته دي او زیاتوي چې دا ناروغۍ د پراخېدو په حال کې ده.

نوموړي وویل:

"د دې ناروغۍ له تشخيصه شاوخوا لس کاله تېر شوي. موږ په پرله‌پسې ډول روغتیایي ادارو ته خپل راپور وړاندې کړی دی، خو کوم جدي اقدام نه‌دی شوی. له دوو تر درېیو زرو پورې کسان په څو کلیو کې په بروسلوز ناروغۍ اخته دي. زموږ شته امکانات د دې ناروغۍ د خورېدو د مخنیوي لپاره کافي نه‌دي."

د بامیان د عامې روغتیا مسوولین وایي، دا ناروغي په ورث ولسوالۍ کې هم شته، خو د مخنیوي په برخه کې یې اندیښمن دي.

بل‌خوا د کرني او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، په همدې سیمو کې هرکال له ۷۰ تر ۱۰۰ زرو حیواناتو ته واکسین ورکوي.

بروسلوز یوه خطرناکه ناروغي ده چې د حیواناتو د شیدو او هغو خوړو څخه چې له شیدو جوړیږي له حیوان څخه انسانانو ته انتقالېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د هند د باندنیو چارو وزیر اعلان وکړ، په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په نوي دیلي کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په کابل کې به د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي.

هند د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، خپل دیپلوماتان وایستل او وروسته یې یو تخنیکي ټیم کابل ته واستاوه.

جې شنکر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، :« خوشاله دی چې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون هند ته په پنځه ورځني سفر لاړ.

دا له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، هند ته د دوی د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.

د پاکستان دفاع وزیر وايي، هیواد یې د افغان کډوالو د مېلمه پالنې بیه پرې کوي

خواجه اصف
خواجه اصف

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هیواد یې ۶۰ کاله د ۶۰ میلیونه افغان کډوالو کوربه و ، خو اوس د دې مېلمه پالنې بیه پرې کوي.

خواجه اصف، چې اشاره یې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونو ته وه، پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) د پخواني صدراعظم عمران خان پر حکومت انتقاد وکړ چې د ده په وینا د ټي ټي پي زرګونه جنګیالي یې پاکستان ته پرېښودل او له هغوی سره یې خبرې پیل کړې.

ده د ټي ټي پي بریدونه د نه زغملو وړ وبلل او زیاته یې کړه چې هغه وخت رارسېدلی چې ټول افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا ردوي.

د ښځو د حقونو افغان فعالان به د مادرید د غونډې په دوهمه ورځ هم د قربانیانو کیسې واوري

د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د ښځو د حقونو د فعالانو د غونډې دوهمه ورځ
د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د ښځو د حقونو د فعالانو د غونډې دوهمه ورځ

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په نوم فعالان نن د دوهمې ورځې لپاره هم د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې راټول شوي دي.

په دې غونډه کې د بشري حقونو کارپوهان، وکیلان، د ښځو د حقونو مدافعان او د مدني ټولنې فعالان ګډون لري.

د غونډې تنظیموونکي وايي چې د غونډې ګډونوال به نن بیا هم پر افغانستان د واکمنو طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو کیسې او د څارنوالانو څرګندونې واوري.

د پلان له مخې سبا د غونډې په دریمه او وروستۍ ورځ به د طالبانو چارواکو ته نیم ساعت فرصت ورکړل شي څو پر دوی د لګول شویو تورونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي. که څه هم قضايي پلاوی وايي، د طالبانو له لوري یې تردې دمه کوم رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د د تنظیموونکو په وینا دې غونډې هدف په ځانګړې توګه افغان ښځو او نجونو ته د دې فرصت برابرول دي څو د زده کړو، کار او په ټولنه کې د دوی پر ګډون د بندیز او د طالبانو د نورو پراخو محدودیتونو په اړه شاهدي ورکړي.

د نوې ډیلي او کابل دوه اړخیز اړیکي او سیمه ایز مسایل به په هند کې د متقي د خبرو مهمه برخه وي

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي (کیڼ لوري ته)
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي (کیڼ لوري ته)

د هند د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره د هندي چارواکو خبرې به له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسایلو په اړه متمرکزې وي.

دا خبره د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال نن پر خپله ایکس پاڼه د ښاغلي متقي د رسېدو له خبر سره یوځای ورکړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد بېګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یوه غږیز پیغام کې وویل، متقي د هند په رسمي بلنه نوې ډيلي ته روان شوی او تمه ده چې له خپل هندي سیال ایس جې شنکر او نورو چارواکو سره به پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي او د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.

دا په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هند ته د طالبانو د ترټولو جګپوړي ډيپلومات لومړنی سفر دی. د هندي رسنیو د راپور له مخې دا سفر پنځه ورځنی دی.

د افغانستان او پاکستان د فوټبال لوبه او په ویزو کې د ځنډ له کبله پر اسلام آباد انتقادونه

افغان ملي لوبډله
افغان ملي لوبډله

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام د غوراوي په دریم ګروپي پړاو کې نن لوبه کوي.

دا لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د اسلام اباد په جناح لوبغالي کې په پام کې ده.

د راپورونو له مخې افغان لوبغاړي او د ملي لوبډلې تخنیکي کدر پرون د تلې په ۱۶مه اسلام آباد ته روان شول.

په همدې حال کې یوشمېر روزونکي افغان لوبغاړو ته د ویزو په ورکولو کې د ځنډ له کبله پر پاکستان انتقادونه کړي دي.

د جرمني د فوټبال په فدراسیون کې د فیفا نړیوال روزونکي علي عسکر لعلي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې د ویزو د ځنډېدو له کبله افغان لوبغاړو دا فرصت نه درلود چې د دې حساسې لوبې لپاره تمرین وکړي، خپله دمه جوړه کړي او یا لوبډله لوبې ته چمتو کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وروستیو کې اعلان وکړ چې لوبغاړو ته د پاکستان د ویزو په ورکړه کې د ځنډ له کبله یې د آسیا د فوټبال فدراسیون ته شکایت کړی دی.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د تلو راتلو په دې پړاو کې یوځل نن او بل ځل د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۴مه سره مخامخ شي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې د پنځوس اوره سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دیش څخه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوره سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دیش څخه د پنځو ویکټو په توپیر وګټله.

دا لوبه پرون چهارشنبې د دوبۍ په شیخ زاید ستډیوم کې ترسره شوه.

د بنګله دیش لوبډلې پچه ګټلې او بیټنګ یا توپوهنه یې غوره کړې وه چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې افغانستان ته د ۲۲۱ منډو هدف ټاکلی و. افغان لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو، په ۴۷ اور کې دغه هدف پوره کړ.

د دې لوبلړۍ دوهمه سیالي د اکتوبر په ۱۱مه او درېیمه او وروستۍ هغه یې د اکتوبر په ۱۴مه ترسره کیږي.

د یو ورځنیو لوبو دا لوبلړۍ داسې مهال پیلیږي چې بنګله دیش له افغانستان څخه درې واړه شل اوره سیالۍ وګټلې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ هند ته په سفر ولاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د چهارشنبې د ورځې ناوخته په یوه غږیز او لیکلي پیغام کې چې پرخپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې خپورکړی ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له ناستو وروسته د هند په رسمي بلنه د نوي ډیلي پرلور روان شو. د هغه په ټکو ښاغلی متقي به هند ته په دې سفرکې له خپل هندي سیال ایس جې شنکر او نورو چارواکو سره پرګڼو سیاسي، اقتصادي، تجارتي او د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.

دا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته هند ته د طالبانو د حکومت د ترټولو جګپوړي چارواکي لومړنی سفردی چې هندي رسنیو هغه پنځه ورځنی سفریاد کړی دی.

متقي، چې امنیت شورا بهرنیو هیوادونو ته د هغه پر سفر بندیز لګولی، وروسته له دې هند ته ځي، چې د نوي ډیلي په غوښتنه، د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، په موقت ډول د نوموړي سفر ته اجازه ورکړه.

په مادرید کې"د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې" غونډه پیل شوه

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په نوم فعالانو نن خپله لومړۍ عمومي غونډه د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې پیل کړه.

په دې غونډه کې د بشري حقونو کارپوهان، وکیلان، د ښځو د حقونو مدافعان او د مدني ټولنې فعالان ګډون کوي.

د غونډې تنظیموونکي وايي چې د دوی هدف په افغانستان کې قربانیانو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د دې فرصت برابرول دي چې د زده کړې، کار او په ټولنه کې پرګډون د بندیز په ګډون د طالبانو د پراخو محدودیتونو په اړه شاهدي ورکړي.

دا غونډه د بشري حقونو د فعالانو د هغو هڅو یوه برخه هم ده چې د طالبانو مشران مسوول ګڼي او غواړي په افغانستان کې د ښځو د حقونو پراخه سرغړونې مستندې کړي. د دې غونډې شواهد به له بیا کتنې وروسته د هیوادونو رسمي محکمو ته وسپارل شي.

دې ولسي محکمې چې د جنګي جرمونو، سیستماتیکې ځپنې او له بشري حقونو د سرغړونو په څیر قضیې څیړي، له مخکې په ټوله نړۍ کې پنځوس غونډې جوړې کړې دي.

طالبانو یو تن د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې په دُرو وهلی

AFGHANISTAN-TALIBAN-CRIME
AFGHANISTAN-TALIBAN-CRIME

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس د اخلاقي فساد په جرم په عام محضرکې په ۲۵ دُرو ووهل شو.

د خبرپاڼې له مخې مجرم ته دغه راز د یوه کال تنفیذي بند سزا هم ورکړل شوې ده. د بشري حقونو ډلې د طالبانو له خوا په عام محضرکې مجرمینو ته د بدني سزاګانو ورکول له انساني کرامت سره په ټکرکې بولي. د افغانستان د بشري حقونو ځانګړې راپورورکوونکي ریچارډ بینیټ په اګسټ میاشت کې ویلي و چې په روان کې د طالبانو له خوا اعدامونه او بدني سزاګانې دوه چنده شوي او د هغو د فوري دریدو غوښتنه یې وکړه.

ځینې افغانان وايي، د ټولنیزو شبکو په لیدلو کې ورته ستونزې پیدا شوي

په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو ازادي راډیو ته ویلي چې ټولنیزې شبکې، په ځانګړي ډول «انستاګرام» د پخوا په شان په اسانه نه شي لیدلی.

دوی زیاتوي چې د سې شنبې له ماښامه پرته له وي پي این VPN پرته خپلو ټولنیزو شبکو ته داخلېدای نه شي، او نه هم «انستاګرام» او «سنیپ‌چټ» پرانستلی شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ټولنیزو شبکو د بندېدو یا محدودېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو له دې وړاندې د افغانستان په کچه د دوو ورځو لپاره انټرنېټ بشپړ پرچاو شوی و، او تازه راپورونه ښيي چې په کندهار ولایت کې د نوري فایبر انټرنېټ شبکه هم له خنډ سره مخامخ شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG