د پښتو شعر او شاعرۍ د ډګر د ځانګړي انداز لرونکي شاعر غږ د تل لپاره ټپ او د پښتون قام د خوږ ژبي بلبل ژبه د تل لپاره وچه شوه.
د پښتو ژبې نامتو شاعر او د ګڼو نثري کتابونو لیکوال او خپروونکی عمر دراز مروت د تېرې پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۲۹مه نېټه د پېښور په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
ارواښاد مروت پر ۱۹۵۸میلادي کال د خېبر پښتونخوا په جنوب کې د لکي مروت په شاه توره تختيخېل سیمه کې نړۍ ته سترګې غړولې وې او د ژوند تر وروستیو په همدغه سیمه کې اوسېده.
که څه هم عمر دراز مروت رسمي زدهکړې نهوې کړې، خو په خپل کلي کې یې دومره زدهکړه ترلاسه کړې وه چې لیک لوستیې پرې کولای شو.
د عمر دراز مروت ۶ شعري ټولګې:
- ګل بېخاره نهوي
- د کاڼي کرښه
- مجمر
- خیال خواري غواړي
- جانانه بخت ته دې حیران یم
- سړی په رنګ نهسړی کېږي، ۶ نثري تذکرې او ۱ شعري غورچاڼ (زېری مې درباندې) چاپ شوي دي.
ارواښاد مروت پر شاعرۍ او لیکوالۍ سربېره پهخپلې سیمې لکي مروت کې د «پښتو ادبي ټولنه ـ شاه توره تختيخېل» په نامه یوه ادبي ټولنه هم جوړه کړې وه چې د شااوخوا ۱۰۷ بېلابېلو شاعرانو او لیکوالانو اثار یې پهخپل لګښت خپاره کړي وو چې ځیني هغه یې څو څو ځله چاپ شوي دي.
پر دې سربېره ارواښاد مروت د «شیخ بدین» په نامه یوه مهالنۍ پښتو مجله هم چاپوله او پر خېبر پښتونخوا سربېرهیې کوټې او د افغانستان بېلابېلو سیمو ته رسوله چې په دغو سیمو کې یې ګڼ شمېر لوستونکي لرل.میاوکیل شاه فقیرخېل
د خېبر پښتونخوا په مردان کې د پښتو ژبې لیکوال، څېړونکی او د عمر دراز مروت نږدې ملګري میا وکیل شاه فقیرخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ارواښاد مروت ادبي ژوند په دې ټکو کې یادوي:
"عمر دراز مرت یو ډېر د رنګین فکر مالک، د پښتو ادب یو نوموړی او پیاوړی شاعر او ملنګ طبعیته انسان و، خو خپل ژوند یې له پښتو ادب نه ځار کړی و. پښتو ادب تهیې ډېر څه ورکړي دي، پهدې خپله غریبۍ کې هغه هرې کوڅې ته او هر ځای ته تللی او خصوصاً په لر او بر پښتنو باندې ډېر مئین و او لر او بر پښتنو هغه ته ډېر لوی عزت ورکړی دی. د هغه چې هر څومره تعریف وکړای شي، هغه کم دی."
د دانش خپرندویه ټولنې مشر اسد دانش چې ارواښاد مروتیې له درېيو لسیزو راهیسې پېژانده او د هغه ټول کتابونهیې چاپ کړي، د مروت د شاعرۍ او ادبي ژوند په اړه وايي، ارواښاد مروت له کوهاټه تر وزیرستان پورې پهخپلې وروسته پاتې سیمه کې د پښتو کتابونو پېر او پلور دود کړ او کتابیې د دغې سیمو ګوټ ګوټ ته ورساوه.
نوموړي په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
"عمر دراز مروت سربېره پر دې چې ښه شاعر و، ښه ناشر هم پاتې شوی دی. نږدې ۱۰۷ یا ۱۱۰ شااوخوا کتابونهیې چاپ کړي دي. ده پهخپله سیمه کې له کوهاټ نه تر وزیرستان پورې د پښتو کتاب رواج کړ. زما یاد شي چې له نننه ۲۵-۲۶ کاله مخکې چې ده کله لومړني کتابونه چاپول، د دوی په سیمه کې به کتابفروشانو د ده کتابونه نهاخیستل او ویل بهیې چې پښتو کتابونه څوک نهاخلي، خو بیا داسې وخت راغی چې هماغه کتابونه ده بیا بیا چاپول. ده «ارواښاد مروت» په هغه سیمه کې پښتو کتاب رواج کړ."
عمر دراز مروت له ډېرې مودې راهیسې د ورپېښې ناروغۍ له امله کړېده، خو په دې وروستیو کې یې ناروغي شدیده شوې وه چې له املهیې د پېښور په یوه روغتون کې بستر و.
که څه هم په خېبر پښتونخوا کې کومې حکومتي ادارې د هغه د درملنې په لړ کې ورسره مالي مرسته ونهکړه، خو په کابل کې ورسره ګڼو لیکوالو، شاعرانو او د مروت د شاعرۍ مینهوالو د دانش خپرندویې ټولنې د مشر په واسطه د مالي مرستې او د درملنې د لګښت ټټر وډباوه.
میا وکیل شاه فقیرخېل د خېبر پښتونخوا له حکومت او همدا شان د دې ایالت له لیکوالو او شاعرانو ګیله کوي چې د ژوند په وروستیو کې یې د ناروغۍ پر مهال د عمر دراز مروت لازم لاسنیوی او پاملرنه ونهکړه.
نوموړی پهدې اړه وايي:
"دا ډېر د افسوس خبره ده چې عمر دراز ته زموږ د پښتونخوا شاعرانو، ادیبانو او نه هم صوبايي حکومت هېڅچا پاملرنه ونهکړه. هغه په روغتون کې پروت و، خو هېڅچا یې هم پوښتنه ونهکړه."
په خېبر پښتونخوا او د افغانستان په ګڼو سیمو کې لیکوالو، شاعرانو او د ارواښاد مروت د شاعرۍ مینهوالو د هغه پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې او دا یې پښتو ادب ته ستر زیان بللی دی.
پر لیکوالو او شاعرانو سربېره د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپلې ټویټرپاڼې د عمر دراز مروت په ناڅاپي مړینه خواشیني ښودلې او د پښتو ادب په وده کې یې د هغه کړي کارونه ستایلي دي.
د یادونې وړ ده چې عمر دراز مروت د تېرې جمعې ورځ په مازیګر د نومبر په ۳۰مه نېټه په خپل پلرني کلي «شاتوره تختيخېل، لکي مروت» کې خاورو ته وسپارل شو چې په جنازه کې یې پر لیکوالو او شاعرانو سربېره سلګونه کسانو برخه اخیستې وه.
د دې راپور غږیزه بڼه هم د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د ارواښاد مروت د شعر څو بېلګې:
دا خپل خلوص، خپل اعتبار به راپسې روان وي
چېرته چې ځم زما کردار به راپسې روان وي
ما پهدې ښار کې ملنګي په داسې رنګ کړې ده
زه چې ترې ځمه واړه ښار به راپسې روان وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه په قتل او مقتول دواړو ژاړم
قاتل مې ځان دی او قتلېږمه زه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د سپینو نرخ په بره وخوت اوسېده ارزان شول
چې دیدنونه د ګل مخو له هر څه ارزان شول
دا ترقي نهده د قام بېعزتي ده ټوله
کلداره لوړه شوه منم، خو پښتانه ارزان شول
له لوږې څو لا نهدي مړه عمر دراز مروته
دعا کوه که یار د مو سترګو کاته ارزان شول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه په ترخې خبرې مرم عمر دراز مروته
زما د قتل ډېر سوچونه دې یاران نهکوي
___________________________
راپور: ذبیح مومند